د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښورکې نامعلومه کسانو په نرښځيانو ډزې کړي، يو نرښځی پکې وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي، د پوليسو په وینا په ډزو کې يو لاروی تن هم ژوبل شوی دی.
د پېښور د فقير اباد سيمې پوليسو مشر محمد عليم خان مطبوعاتو ته ویلي، په ډزو کې عاصمه شاه نرښځی وژل شوی دی. هغه ویلي پوليسو د پېښې پلټنې او د ډزو کوونکو لټون پيل کړی دی.
په خېبرپښتونخوا کې د نرښځيانو مشرې فرزانه وي او اې ډیوه ته وویل، پېښور کې په اقبال نومې پلازه کې په نرښځيانو ډزې شوي او دا لومړۍ پېښه نه ده چې شوې له دې وړاندې هم دغلته په نرښځيانو حملې شوي دي.
هغه وويل، د پرونۍ پېښې نه دوه ورځې وړاندې هم په يو بل نرښځي (کالجي) دغلته ډزې شوې وې.
"په تازه پېښه کې څلور نرښځيان لګېدلي يو پکې په حق رسېدلی او هغه یې کراچۍ ته يوړو".
د پېښور پوليسو ويلي، اېس اېس پي اپرېشنز کاشف افتاب عباسي د نرښځيانو د پېښې موقعې ته ورغلی، د نرښځيانو د مشرانو سره یې ليدلي، په پېښه یې د افسوس څرګندونه کړې او هغوی سره یې تعزيت کړی دی
هغه ویلي، ټول وسايل به په کار راوستلی شي او په پېښه کې ککړ کسان به زر تر زره معلوم کړل شي او انجام ته به ورسول شي.
https://x.com/PeshawarCCPO/status/1765465576229446109?s=20
د فرزانې په خبره، په تېر کال 2023م کې په خېبرپښتونخوا کې اته نرښځيان وژل شوي وو، او دا نوی کال 2024م چې پيل شوی تراوسه پورې په خېبرپښتونخوا کې څلور نرښځيان وژل شوي دي.
د نرښځيانو مشرې وويل، خېبرپښتونخوا کې د 2015 نه تراوسه پورې 126 نرښځيان وژل شوي او په صوبه کې په خواوشا 3000 نرښځيانو تشدد شوی، ځورول شوي او جنسي تيري ورسره شوي او د هغې مقدمې هم درج شوي دي.
نرښځيان وخت په وخت دعوې کوي چې دوی ته پوره حقونه نه ورکړل کيږي او که تشدد پرې وشي ووژل شي، د هغې سمې مقدمې او پلټنې ونه شي، اول خو په دغو پېښو کې څوک نيول کيږي نه او که ونيول شي هغه خلک بيا خوشي شي د سزاګانو نه بچ شي.
خو پوليس وايي، دوی د قانون ترمخه پلټنې کوي او زياتره نرښځيان بيا د پلټنو په عمل کې نه شامليږي.
د بشري حقونو د څار د نړيوال تنظیم ایمنسټي انټرنېشنل د شمېرو ترمخه په پاکستان کې د اکتوبر کال 2021م او ستمبر کال 2022م تر منځ موده کې نزدې 18 نرښځيان وژل شوي دي او دا په اېشيا کې د قتل کړی شوو نرښځیانو تر ټولو زیاته شمېره ده.
Forum