د امریکا صدر جو بایډن د معمول برخلاف، د کانګرس ګډې غونډې یا سټېټ اف د ی یونین ته وینا په بهرنۍ تګلاره پېل کړه. هغه د اوکراین سره ملاتړ، روس ته کلک پېغام او د ناټو د مضبوطیا خبره وکړه. صدر باېډن په خپله وینا کې ویلي: “امریکا قوي ده”.
صدر باېډن د روس صدر ولاديمیر پوټن ته په خپل پېغام کې ویلي ٫٫ صدر پوټن چې ځه یې د پخوا نه پیژنم، هغه ته زما ساده پېغام دا دی. مونږ به نه وروسته کیږو. مونږ به نه ښکته کیږو. ځه به نه ښکته کیږم.٬٬
د امریکا صدر جوباېډن د امریکا کانګرس شریکې غونډې ته په وینا کې غزه ته د بشري مرستو رسولو لپاره د غزه ساحل سره د بیړني عارضي بندر جوړولو اعلان هم وکړو.
د اسرایل او حماس تر منځه روانې جګړې په اړه صدر باېډن وویل چې تېرې پینځه میاشتې د ګڼو خلکو، د اسرایلیانو، فلسطینیانو او د ګڼو امریکایانو لپاره دېرې سختې تېرې شوې. نوموړي وویل ٫٫ دا لانجه د اکتوبر په ۷مه نیټه شورو شوه کله چې د حماس وسله والو په اسرایل خونړی برید وکړو. ۱۲۰۰ بې ګناه خلک، ښځې، جینکۍ، او هلکان یې ووژل او ګڼ نور د جنسي زیاتي سره مخ شول. دغه برید د هولو کاسټ وروسته د یهودیانو لپاره تر ټولو خونړۍ ورځ وه. ۲۵۰ اسرایلیان یرغمل شوي.٬٬
د یرغمل شوي اسرایلیانو یادونه:
امریکايي صدر زیاته کړه: ٫٫ دلته په دې تالار کې داسې امریکایان شته چې د کورنۍ غړي یې حماس تښتولي دي. ځه د ټولو کورنیو سره ژمنه کومه چې تر هغې به په ارام نه کښینو تر څو چې ستاسو خپلوان کورونو ته نه وي راستانه شوي. مونږ به د ایون، پال او هغه ټولو امریکایانو کور ته د راوستو لپاره کار کوو چې په نړۍ کې ځاې پر ځاې نیول شوي.٬٬
صدر باېډن ویلي چې اسرایل دا حق لري چې حماس ډلې پسې ورشي. حماس ډله دغه جګړه ختمولی شي که چرې تښتول شوي کسان راخوشي کړي، وسله کیږدي او هغه کسان اسرایل ته وسپاري چې د اکتوبر د ۷مې نېټې د پېښې ذمه وار دي. نوموړي زیاته کړه چې په اسرایل دا اضافي ذمه واري ده ځکه چې حماس وسله وال د عامو خلکو د اوسیدو په ځایونو کې پټیږي او د دغلته نه عملیات کوي.
په جګړه کې د عامو فلسطینیانو خوندیتوب:
په غزه کې روانې جګړه کې د عامو فلسطینیانو مرګونو ته په اشاره کې امریکايي صدر وویل: ٫٫ خو د اسرایل دا ذمه واري هم ده چې په غزه کې بې ګناه معصومه خلک خوندي وساتي. دې جګړې په غزه کې د ټولو پخوانیو جګړو نه زیات بې ګناه خلکو ژوند اخستی. تراوسه په دغه جګړه کې د دېرش زرو نه زیات فلسطینیان وژل شوي چې زیات پکې د حماس غړي نه وو او زرګونو پکې معصومه ښځې او ماشومان وو. ګڼ شمېر هلکان او جینکۍ یتیمانان شوي. د دوه میلینو ( ۲۰ لکو) نه زیات فلسطینیان د بمبارۍ د لاسه بې کوره شوي. کورونه یې تباه شوي، ښارونه او کوڅې یې ویجاړ شوي. ګڼې کورنۍ بې د خوراکه، اوبو او دوایانو ژوند کوي. دا ټول زړه ماتونکي دي.
مونږ بې د کومې دمې د جنګ بندۍ لپاره هڅې کوو چې د شپږو اونیو لپاره وي. د دغې سره به یرغمل شوي کسان کورونو ته راستانه شي او په غزه کې به بشري ستونزې کمې شي. امریکا د یو داسې نړیوالې هڅې مشري کوي چې غزه ته نورې بشري مرستې ورسیږي.٬٬
غزه ته امدادي مرستې لیږل:
د غزه خلکو ته د بیړني امداد رسول په اړه امریکايي صدر وویل: ٫٫ نن شپه زه د امریکا پوځ ته امر کوم چې یو داسې بیړنی مشن پېل کړي چې غزه ته د سمندر په لار په لویو کشتیو کې امدادي سامان ورسوي. چې د غزه خلکو ته خوراک، اوبه، دوایانې او عارضي خېمې ورسوي.٬٬
صدر باېډن زیاته کړه چې امریکايي پوځ به په زمکه نه وي. او دا عارضي لار به غزه ته هره ورځ په لویه کچه بشري مرستې ورسوي. خو اسرایل له به هم خپله برخه کار کول وي:
٫٫ اسرایل له به غزه ته نورې مرستې پرېښودل وي او دا خبره به یقیني کول وي چې مرسته کونکې کسان په جګړه کې په نخښه نه شي. د اسرایل مشرانو ته ځه دا ویل غواړم، په بشري مرستو دې معامله وه نه شي او نه دې دا ثانوي وګرځول شي.٬٬
دوه ریاستونه یواځینی حل:
امریکايي صدر وویل: ٫٫ بې ګناه خلک خوندي ساتل او دوي د جګړې نه بچ ساتل باېد لومړیتوب وي. مونږ چې څنګه راتلونکی ګورو. یواځینی حل دوه ریاستي حل دی. دا خبره ځه په داسې حال کې کوم چې ټول عمر د اسرایل ملګری پاتې شوی یم او د جنګ په وخت کې مې د یو صدر په هیڅ د اسرایل سفر کړی. د اسرایل د امنیت او جمهوریت بل کوم ضمانت نشته. بله کومه داسې لار نشته چرته چې فلسطینیان د سولې او عزت سره ژوند وکړي. د اسرایل او د سعودي عرب په شمول نورو ګاونډي عرب هیوادونو سره په سوله ایزه توګه د ژوند کولو بله کومه لار نشته.٬٬
د ایران او هوثي یاغیانو یادونه:
صدر جو باېډن په منځني ختیځ کې ثبات سره سره د ایران لخوا موجود خطر ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه: ٫٫ زه د ۱۲ نه زیاتو هیوادونو یو داسې ایتلاف جوړول غواړم چې په سور سمندر کې به د نړیوال سامان وړونکو کشتیو حفاظت کوي. ما په دغه سمندر کې په هوثي یاغیانو د ځوابي بریدونو لپاره امریکايي عسکرو ته امر کړی. د امریکا د پوخ د مشر په هیڅ به په راتلونکې کې هم د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره به د داسې نورو ګامونو نه وروسته نه شم.٬٬
د کډوالو موضوع:
په امریکا کې د کډوالو په ستونزه د خبرو په وخت امریکايي صدر جو باېډن ویلي: ٬٬زه به کډوال نه بدنامومه.٬٬
نوموړي وویل چې د کډوالو د ستونزې د حل لپاره به ۱۵۰۰ نور سرحدي عسکر او افسران بهرتي کوي او د ۲ میلینه (شل لکو) کډوالو د مهاجرت د قضیو لپاره به ۱۰۰ د کډوالۍ قاضیان / ججان پرځاې کوي. نوموړي زیاته کړې چې د کډوالو قضیې د ۶ کالو پرځاې په ۶ میاشتو کې حل کولو لپاره به د مهاجرت په محکمه کې ۴۳۰۰ کسان په کارونو لګوي.
نوموړي زیاته کړې چې په دغه لړ کې یې یو بل تیار کړی چې ورسره به ژوندونه بچ شي او په پولو به حالت سم شي. نوموړي ویلي، د دغه بل سره به د صدر په هیڅ ما ته دا اختیار هم ترلاسه شي چې په عارضي توګه پوله وتړم کله چې د غیر قانوني کډوالو شمېره زیاته شي. صدر باېډن ویلي چې د پولې ساتونکو عسکرو اتحادیې، د تجارت ګډې خونې یا چېمبر د دغه بل / قانون ملاتړ کړی.
د اسقاط حمل په اړه په خپله وینا کې صدر باېډن ویلي ٫٫ په دې حال کې ناستو ګڼو کسانو او زمونږ نه وړاندینو دا ژمنه کړې وه چې د زیږون په ازادۍ به بندیز لګوي. مونږ به د خپلو خلکو نه نورې کومې ازادې اخلو.٬٬
Forum