لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سینټکام: د امریکا تر مشرۍ لاندې ایتلاف د یمني یاغیانو ۱۵ ډرونه ویشتي دي


واشنګټن – د امریکا پوځ ویلي، چې امریکا او متحدو ځواکونو یې د ایران پلوو یمني یاغیانو لخوا په سره بحیره او د عدن په خلیج باندې د شنبې یا خالي په ورځ ۱۵ توغول شوي ډرونونه غورځولي دي.

له دې لږ وروسته یاغیانو د برید دعوه کړې او ویلي یې دي چې دوی د امریکا په یوې تجارتي بیړۍ باندې میزایل ویشتي او په "سره بحیره او د عدن په خلیج کې" یې د امریکا په جنګي بیړیو باندې د درونونو حمله کړې.

دا د نومبر راهیسې د هوثي یاغیانو لخوا تر ټولو لوی برید بلل کېږي.

هوثي یاغیانو په نومبر کې په غزه کې د اسرایلو او حماس په جګړه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون لپاره په سره بحیره کې د بیړیو پرضد د ډرونونو او میزایلو بریدونه پیل کړي.

سنټکام ویلي، د هوثي یاغیانو لخوا په سره بحیره او د عدن خلیج په برخو کې سهار وختي "د لویې کچې" بریدونه ترسره شوي.

سنټکام او ایتلافي ځواکونو دا منلې چې دغو ډرونونو "سواګریزو کښتیو او په سیمه کې د امریکا د سمندري ځواکونو او ایتلافي ځواکونو کښتیو ته یو جدي ګواښ متوجه کړی."

دوی په ټولنیزې شبکې اېکس یا پخواني ټوېټر باندې زیاته کړې، "د امریکا سمندري کښتیو او الوتکو له ایتلافي سمندري کښتیو سره په ګډه له ډرونونو څخه ۱۵ ډرونه ویشتي دي."

دوی وړاندې لیکي، "دا ګامونه د دې لپاره اخېستل شوي چې سمندر او نړیوالې لارې لا زیاتې خوندي کړي."

د هوثيانو پوځي ویاند یحی سارې هم په اېکس ویلي، چې دوی دوه جلا عملیات ترسره کړي.

هغه ویلي، په لومړي برید کې په عدن خلیج کې د پراپېل فورچون په نامه تجارتي کښتۍ هدف شوې او هغه یې یوه "امریکايي " کښتۍ یاده کړې.

سارې وايي، په دوهم عملیات کې په "یو شمېر امریکايي" جنګي بیړیو باندې "۳۷ " ډرونونه وېشتل شوي دي.

امریکا په ډیسمبر کې د سمندري امنیت لپاره خپل پلان اعلان کړی و چې په سره بحیره کې کښتۍ له هوثي یاغیانو څخه وژغوري.

د دغو بریدونو له امله سوداګریزې کښتۍ مجبوره شوي چې خپله لاره بدله کړي.

د امریکا او برتانیا ځواکونو د جنورۍ په نهمه نېټه ۱۸ هغه ډرونونه ویشتي وو چې په سره بحیره کې د یاغیانو لخوا توغول شوي وو.‌

برتانیې ویلي، دا تر هغه وخته پورې د هوثي یاغیانو لخوا تر ټولو لویه حمله وه.‌

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG