د پاکستان نوي ټاکل شوي وزيراعظم شهباز شريف د ملک صدر اصف علي زرداري ته د 19 کسیزه کابينې تجويز يا وړانديز کړی دی.
د رپورټونو ترمخه وزيراعظم شهباز شريف، صدر اصف علي زرداري ته د خپلې کابيني لومړي نومونه استولي او ويلي يې دي، د خواجه اصف، احسن اقبال او نورو وزيرانو نه دې سوګند واخلي.
د شهباز شريف په کابينه کې د قامي اسمبلۍ د غړو رانا تنوير حسېن، اعظم نذير تارړ، چودري سالک حسېن، عبدالعليم خان، جام کمال خان، اميرمقام، سردار اوېس لغاري، عطالله تارړ، خالد مقبول صديقي، قېصر احمد شېخ او رياض حسېن پيرزداده شامل دي.
د سېنېټ د غړي اسحاق ډار په کابينه کې شاملولو هم ويل شوي دي.
د دې سره محمد اورنګزېب، احمد چیمه او سيد محسن نقوي هم په مرکزي کابينه کې د شاملولو وړانديز شوی دی.
شهباز شريف چې صدر اصف علي زرداري د کابينې د غړو کوم نومونه استولي په دوی کې ځينې د شهباز شريف په تېر اتحادي حکومت او د هغې نه وړاندې په حکومتونو کې هم وزيران پاتې شوي دي.
د اتمې فرورۍ د انتخاباتو وروسته د مسلم ليګ ن شهباز شریف اتحادي ګوندونو وزيراعظم ټاکلی دی.
د شهباز شريف د وزيراعظم جوړولو په اتحاد کې پيپلز ګوند هم شامل وو، خو پيپلز ګوند ويلي وو، په کابينه کې به نه شاملیږي او وزارتونه به نه اخلي.
خو د پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري د ملک صدر جوړ کړل شوی، مسلم ليګ ن او نورو اتحادي ګوندونو ورته رای ورکړي دي.
د پاکستان چيف جسټس قاضي فايز عيسا د صدر اصف علي زرداري نه سوګند اخستی دی.
Forum