لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د نوې کابینې اولنۍ غونډه - د سېنېټ د انتخاباتو نېټه هم اعلان شوه


‏ پاکستان کې د نوي حکومت ‏‎19‎‏ کسيزه کابينې د سوګند اخېستو وروستو، د منتخب وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ خپله اولنۍ غونډه پرون د ګل/دوشنبې په ورځ جوړه کړه. د نوې کابینې د وزیرانو نه سوګند صدر اصف علي زرداري اخستی دی. وزيراعظم شهباز شریف پرون صدر ته د ‏کابينې وړانديز کړی وو.

د نوې کابينې په غړو کې په سوګند اخستونکو کې اسحاق ډار (د خزانې پخوانی وزير)، خواجه اصف، عبدالعلیم خان، امیر مقام، ميا رياض حسېن ‏پيرزاده، رانا تنوير حسېن، سردار اوېس لغاري، عطاالله تارړ، خالد مقبول صديقي، قېصر احمد شامل دي.‏

محسن رضا نقوي (د پنجاب صوبې مخکيني نګران وزيراعلا)، احد چيمه او محمد اورنګزېب هم سوګند پورته کړی دی.‏

محمد اورنګزېب د خزانې د وزیر څوکۍ سمبال کړې ده.‏

د پاکستان د ځايي مطبوعاتو ترمخه، اسحاق ډار ته دې ځل له د بهرنيو چارو وزارت ورکړل شوی، خواجه اصف د تېر په څېر د دفاع وزير جوړ کړل شوی ‏دی.‏

ويل شوي، عبدالعلیم خان ته د نجکارۍ، احسن اقبال ته د تېر په څېر د پلاننګ يا منصوبه بندۍ، رانا تنوير ته د صنعت و تجارت، امير مقام ته د سېفران، ‏عطا تارړ ته د اطلاعاتو او مصدق ملک ته د پټروليم او توانايۍ وزارتونه ورکړل شوي دي.‏

د پنجاب صوبې مخکيني نګران وزيراعلا محسن نقوي چې دا وخت د پاکستان کرکټ بورډ مشر هم دی، د کورنيو چارو او نارکوټکس اضافي چارج ورته ‏ورته ورکړل شوی دی.‏

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د کابينې لومړۍ غونډې ته په وينا کې د قيمتونو د کنټرول ساتلو دپاره د کمېټۍ جوړولو ويلي او لارښوونه یې کړې که ‏څوک د ضروري توکیو په قيمتونو کې غېر ضروري او ناجايزه ګټه کوي، پرضد دې یې سخته کارروايي وشي.‏

د رپورټونو ترمخه، شهباز شريف ويلي، د حکومت په وړاندې یې تر ټولو غټ چېلنج ګراني ده چې غريب خلک ځوري. ‏

د سېنېټ انتخابات

بل لور ته د پاکستان الېکشن کمېشن د سېنېټ په خالي کېدونکو څوکو د انتخاباتو کولو نېټه اعلان کړې او ويلي یې په دويم اپرېل به په دغو څوکو ‏انتخابات کيږي.‏

الېکشن کمېشن ويلي، په کال ‏‎2018‎م کې د سېنېټ په ‏‎52‎‏ څوکيو منتخب شوي سېنېټران په ‏‎12‎‏ مارچ ريټايرډ کیږي او شپږ کلنۍ موده يې سر ته رسي.‏

خو په کال ‏‎2018‎م کې د پخوانۍ فاټا په خېبرپښتونخوا صوبه کې د ورګډېدو وروسته هغه د سېنېټ څلور مخصوصې څوکۍ ختم کړل شوي ځکه اوس به د ‏سېنېټ په ‏‎48‎‏ څوکيو انتخابات کيږي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG