لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزه لپاره په 200 ټنو مرستو بار لومړۍ کښتۍ قبرس نه روانه شوې ده


 له قبرس څخه تر غزې پورې 200 میل (320 کلومېټر) سمندري سفر 15 ساعته وخت نیسي، خو د هسپانوي مرستندویه کښتۍ 'اوپن آرمز' ته د امدادي سامان وزن او د خپل جوړښت له امله د رسیدو لپاره کېدې شي دوه ورځې وخت ولګي.
له قبرس څخه تر غزې پورې 200 میل (320 کلومېټر) سمندري سفر 15 ساعته وخت نیسي، خو د هسپانوي مرستندویه کښتۍ 'اوپن آرمز' ته د امدادي سامان وزن او د خپل جوړښت له امله د رسیدو لپاره کېدې شي دوه ورځې وخت ولګي.

په داسې وخت کې چې د ملګرو ملتونو لخوا په غزه کې د لوږې دلاسه د مرګونو خبردارۍ ورکړل شوی دی د قبرس څخه لومړۍ بحري جهاز یا کښتۍ د نهې/ سه شنبې په ورځ په 200 ټنو مرستو بار خپل سفر پیل کړی دی.

د مصر او غزې تر منځ یوازینۍ ځمکنۍ لار له رفح څخه څو ټرکونه یا لارۍ د مرستو رسولو سره غزې ته ننوتلي دي، خو د 2.3 میلینه فلسطینیانو لپاره مرستې ناکافي دي، او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که د مرستو رسولو کچه زیاته نشي ، نو د غزه څلورمه برخه نفوس یا آبادي له لوږې مړه کېدی شي.

غزې ته د ځمکې له لارې د مرستو رسولو په برخه کې د جګړې د وضعیت په ګډون د امنیت په برخه کې یو لړ خنډونه شتون لري، چې د دغه له وجې بدلې لارې په پام کې نیول شوي دي.

په غزه کې د خوراک سامان او بشري وضعیت د سخت حالت له کبله امریکا هڅې پیل کړې چې د بار وړلو نوې لار پرانیزي ترڅو په غټه کچه مرستې ورسول شي. او د غزه په ساحل کې د موقتي یا عارضي بندر د جوړولو فېصله وشوه او امریکا لخوا به سر ته رسولی شي.

د موقتي بندر ته امدادي سامان د رسېدو وروسته به د اسرایل پوځیان د دغه سامان معاینه کوي او دا خبره د یقیني کولو وروسته چې په دغه سامان کې د حماس جنګیالیو لپاره وسلې شتون نلري ، نو بیا به دغه سامان د ټرکونو د لارې فلسطینیانو ته په ټرکونو کې لیږل کیږي. د دغه امدادی سامان تقسیم به ملګري ملتونه او غېر دولتي ادارې (اېن جي اوز) کوي.

د دغه پروګرام له مخې د مرستو لومړۍ کښتۍ د قبرس له لارناکا بندر څخه واستول شوه. له قبرس څخه تر غزې پورې 200 میل (320 کلومېټر) سمندري سفر 15 ساعته وخت نیسي، خو د هسپانوي مرستندویه کښتۍ 'اوپن آرمز' ته د امدادي سامان وزن او د خپل جوړښت له امله د رسیدو لپاره کېدې شي دوه ورځې وخت ولګي.

په دغه امدادي سامان کې اوړه، وريژې، پاسټا او پروټین لرونکي خواړه شامل دي. د دغه امدادي سامان د فنډونو ډېره برخه د متحده عربي اماراتو له خوا ورکړل شوی او فلسطينيانو ته د لیږلو انتظام یې د امريکا مرستندویه تنظیم ورلډ سنټرل کېچن (WCK) کړی دی.

ورلډ سنټرل کېچن ویلي چې دوی د مرستې ترلاسه کولو لپاره د غزې په ساحل کې یو پلیټ فارم جوړوي، کوم چې به د مرستې لیږلو لپاره د موقتي بندر سربیره یو بل ځای وي.

یادونه: د دې خبر معلومات وي او اې اردو نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG