د امریکا په سنېټ کې د ډېموکرېټک اکثریت مشر چک شومر، چې په امریکا کې تر ټولو جګپوړی یهودی چارواکی شمېرل کیږي، د زیارت/پنجشنبې په ورځ په اسرایل غږ وکړ چې تازه انتخابات دې ترسره کړي او ویې ویل چې د هغه په باور، وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو د غزې په بمبارولو کې "خپله لاره ورکه کړې ده".
سنېټر شومر چې د ډېرپخوا راهېسي د اسرایل اتحادي پاته شوی، وویل نېتنیاهو اسرایل په خطره کې اچوي چې په عالمي تعلقاتو کې د ټولو له نظره ولوېږي.
له هغه وخته چې حماس ډلې د اکټوبر په ۷مه نېټه په اسرایل کې ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۴۰ نور یې یرغمل یووړل، اسرایل یې په جوابي حملو کې په غزه کې، د حماس د صحت ادارې د شمېرې ترمخه، د ۳۱۰۰۰ زیات فلسطینیان وژلي. په دې شخړه کې د غزه پټۍ یوویشت لکه کسان له خپلو کورونو بېځایه شوي او ګڼ شمېر کورونه او ودانۍ هوارې شوې دي.
سنېټر شومر، چې د امریکا په کانګرس کې تر ټولو جګپوړی ډېموکرېټ دی، وویل چې اسرایل د بحیره روم په غاړه پرته د غزې په نرۍ پټۍ باندې پخپل هوایي او ځمکني حملې سره هلته کې د عامو خلکو وژل کېدل له حده زیات له نظره غورځولي او دې خبرې "په ټوله نړۍ کې د اسرایل د حمایت کچه په تاریخي لحاظ بې مثاله راټیټه کړې ده."
هغه زیاته کړه: "د اسرایل خلک اوس د یو داسې حکومتي تصور نه پوزې ته راغلي کوم چې په پخوا کې ګېر دی."
سنېټر چک شومر همدا راز وویل چې "د یو جمهوریت په حیث، اسرایل ته دا حق شته چې خپل مشران انتخاب کړي....خو اهمه خبره دا ده چې اسرایلیانو ته د انتخاب موقع ورکړی شي. د اکټوبر د ۷مې واقعاتو وروستو، په کار ده چې د اسرایل د آینده په باب یو تازه بحث وشي. زما په خیال، دا [هدف] د انتخاباتو په ترسره کولو حاصلېدلی شي."
د اسرایل او حماس په جنګ کې چې دا دی شپږمه میاشت یې ده، د امریکا صدر جو بایډن د نړۍ د ځیني نورو مشرانو لخوا د ډزبندۍ مطالبه رد کړې ده.
خو په تېرو څو هفتو کې بایډن چې د اسرایل ډېر کلک ملاتړی دی، په نېتنیاهو زور اچولی چې حماس باندې حملو کې دې د اولسي کسانو مرګ ژوبله راکمه کړي او د شپږو هفتو ډزبندۍ او یرغملانو د راخلاصون په معامله دې کار وکړي.
د ډزبندۍ په باب مذاکرات چې په قاهره کې روان و، تېره هفته په ټپه اودرېدل.
په سنېټ کې د چک شومر د وینا نه وروستو، وایټ هاوس کې د قامي سلامتیا د کونسل ترجمان جان کربي وویل چې د شخړې په باب د امریکا په تګلاره کې، چې اسرایل ته د وسلو لېږل په کې شامل دي، کوم سمدستي بدلون به رانه شي.
کربي وویل امریکا به دې ته توجو کوي چې اسرایل د خپل ځان د دفاع دپاره هرهغه څه ته چې ضرورت یې وي، هغه حاصل کړي، خو په عین وخت کې به د خپل وس او توانه پورې کوشش کوي چې د اولسي خلکو د وژل کېدو مخه ونیولی شي.
د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل ترجمان زیاته کړه: "مونږ اوس هم ډېر کلک په دې توجو لرو چې کوشش وکړو موقتي ډزبندي پرځای شي چې یرغمل کسان وکړی شي راخوشې شي، او د وږو فلسطینیانو دپاره غزې ته اضافي امداد ورسوو."
د امریکا په سنېټ کې د اقلیت رېپبلېکنانو مشر، سنېټر مېچ مکانل د ډېموکرېټ چک شومر دا خبره چې ګني په اسرایل کې نوي انتخابات په کار دي، رد کړل.
سنېټر مکانل وویل: "هغو امریکاییانو ته چې زمونږ خپله جمهوریت کې د خارجي مداخلې په باب ډېر حساسیت ښيي، عجیبه او د منافقت خبره ده چې په جمهوري طریقې سره د اسرایل د منتخب شوي مشر د ګوښه کولو آواز پورته کړي. داسې کله هم نه و شوي، مونږ ته په کار ده چې خپلو ملګرو جمهوریتونو سره ورته رویه ونه کړو."
د شومر وینا وه چې نېتنیاهو، کوم چې د ډېر وخته د فلسطیني ریاست د جوړېدو خلاف دی، د دوه ریاسته ترکیب په لاره کې یو خنډ دی. شومر همدا شان ښي اړخي اسرایلییان، حماس، او د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس ملامته وبلل.
Forum