لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آی ایم ایف د قرض  نوي پروګرام لپاره پاکستان نه د لا نورو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده


پاکستاني مطبوعات وایي نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف د پور د نوي پروګرام لپاره د پاکستان څخه د لا نورو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده اؤ حکومت بیا آي ایم ایف ته باور ورکړی دی چې د د بجلۍ اؤ ګیس ګردشي قرضې به منجمد یا کنګل ساتي.

په اقتصادي ارزؤنه د خبرو لپاره د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف پلاوی د مشن چيف نېتهن پورټ په مشرۍ پاکستان ته رسېدلی او پرون د زیارت په ورځ یې د خزانې د مرکزي وزير محمد اورنګزيب په مشرۍ د پاکستاني وفد سره لیدلي چې په دغه لېدنه کې د سټېټ بېنک ګورنر او د محصولاتو د مرکزي بورډ چېرمېن هم شامل وؤ.

د ایکسپریس رسنۍ د رپورټ له مخې آي ایم ایف د بجلۍ اؤ ګیس د غلا ختمولو لپاره پاکستان نه د لا نورو ګامونو اخستو غوښتنه کړې ده اؤ هم یې ورته د بجلۍ خورولو د حکومتي ادارو د (ډسکوز) د انتظامیې شخصي څانګې ته د ورکولو لپاره د مودې ټاکنه غوښتې ده.

رپورټ وایي چې آي ایم ایف حکومت ته مشوره ورکړې ده چې په کومو سیمو کې د بجلۍ زیات نقصانات کیږي هلته دې د بجلۍ د بیل وصولي له سرچینې بهر یا اوټ سورس کړي.

آي ایم ایف کیپټو پاور پلانټس ته د مقامي ګیس نه ورکولو اؤ په حکومتي څانګه کې د څلورو غټو پلانټونو په بشپړ استعداد د چلولو غوښتنه هم کړې ده .

یادې رسنۍ د محصولاتو د مرکزي ادارې (ایف بي ار) د سرچینو له قوله ویلي چې په مذاکراتو کې د د ټیکسونو د وصولۍ پراخولو لپاره د مامورینو پځای د ټیکنالوجۍ د استعمال په زیاتولو اتفاق شوی اؤ چارواکو آي ایم ایف ته باور ورکړی چې روان مالي کال کې به د ټیکسونو ټاکلی هدف ترلاسه کړي.

رپورټ وایي چې په دې غونډه کې د آي ایم ایف چارواکو ته د دوکانونو اؤ زمکو د کاروبار نه د پوره ټیکس ترلاسه کولو د تګلارې په اړه هم احوال تېر کړل شوی دی اؤ باور ورکړی شوی چې روان مالي کال کې به د زمکو د کاروباریانو اؤ اخستونکو نه د ټیکسونو وصولۍ یقیني کولی شي.

اکستان د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف سره تېر کال د 3 اربه ډالرو د قرض پروګرام لاسلیک کړی و،چې د اپریل میاشت کې یې موده سرته رسیږي.

دپاکستان د خزانې د وزارت لخوا جارى شوې اعلامیه کې ویل شوي که د آي اېم اېف سره د سټاف په کچه معاهده وشوه نو جاېزه مشن به د پاتې 1.1 ارب ډالره قسط جارى کولو سپارښتنه کوي او له دې ورستو به د آي اېم اېف داېګزیګټيو بورډ د منظورۍ په اساس قسط جاري کېږي.

پاکستان دا وخت د ګرانۍ ، د روپۍ د ښکته غورځېدونکي قدر، زر مبادلې د کمي او د بهرنیو قرضونو د دروند بوج سره مخ دی او اقتصاد پوهان وايي دې هېواد سره د اي اېم اېف پرته بله لاره نشته.

ډاکټر ساجد امين، اقتصاد پوه ډاکټر ساجد امین ډیوه ته وایي،دا وخت د پاکستان د زر مبادلې ذخيرې خوا شا اته نيم اربه ډالره دي او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به ورته 24 اربه ډالره قرضې بېرته ستنول وي.

هغه وایي بېرته ستنوونکې قرضې د پاکستان د زر مبادلې د ذخېرې نه درې چنده زیاتې دي "او مونږ سره دومره پېسې نشته نو ځکه د پاکستان سره له آي اېم اېف پرته بله چاره نشته"

د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف وړاندې خپلې اقتصادي ډلې ته چې مشري یې د خزانې مرکزي وزير محمد اورنګزیب کوي،وېلي چي د نړیوالې مالياتي ادارې سره د يو بل اوږد مهاله قرض پروګرم ترلاسه کولو لپاره خبرې پېل کړي.

د خزانې وزير محمد اورنګزيب د تېرې نهې په ورځ مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي وو چې پاکستان ته روان د آي اېم اېف جاېزه مشن سره به لېدنو کې د اږود مهاله قرض پروګرام په سر هم خبرې کوي.

د پاکستان حکومت لا نه ده واضحه کړې چې د آي اېم اېف څخه به د اږود مهاله پروګرام لاندې څومره رقم اخستل غواړي خو امريکايي خبري ادارې بلومبرګ فرورۍ کې خپل رپورټ کې ويلي وو چې پاکستان له اي اېم اېف 6 اربه ډالره نوره قرضه ترلاسه کول غواړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG