پاکستان تحریک انصاف ګوند د پېښور هایکورټ له لوري د پارلیمان د ځانګړو څوکیو په اړه د سني اتحاد کونسل د خواستونو خارج کولو د فېصلې سپریم کورټ کې د چیلنج کولو اعلان کړی دی.
د تحریک انصاف ګوند چیرمین بېرسټر ګوهر علي خان د زیارت په ورځ د یاد ګوند چیرمین سره زندان کې له لېدنې وروسته میډيا ته ویلي عمران خان سره یې د پېښور هایکورټ د پرېکړې په اړه خبرې اترې کړې دي اؤ اوس به دوي د سپریم کورټ نه غوښتنه کوي چې لارجر بینچ جوړ کړي اؤ د پېښور هایکورټ د فیصلې پرضد د دوي اپیل زر تر زره واوري.
د پېښور هایکورټ د جج اشتیاق ابراهیم په مشرۍ پینځه کسیز لارجر بینچ پرون د زیارت په ورځ د پارلیمان دځانګړو څوکیو په اړه د سني اتحاد کونسل لخوا عدالت کې دایر شوي خواستونه خارج کړي وؤ .
عدالت د اورېدنې په وخت ویلي وؤ، ځانګړې څوکۍ هله ورکول کیږي چې سیاسي ګوندونو عمومي څوکۍ ګټلې وي اؤ سني اتحاد کونسل هیڅ یوه څوکۍ نه ده ګټلې.
بېرسټر ګوهر خان وویل عمران خان سره یې خېبر پښتونخوا نه د سینیټ د الیکشن په اړه هم مشوره کړې ده اؤ په نن سبا کې به تحریک انصاف ګوند د خپلو امیدوارانو نومونه اعلان کړي.
نوموړي وویل په 23م مارچ به تحریک انصاف انتخاباتو کې د شوؤ درغلیو په ضد یوه ستره جلسه کوي اؤ زیاته یې کړه چې دوي د حکومت ګټه د ګټې په توګه نه مني.
د پاکستان د ایین له مخې هر ګوند چې په انتخاباتو کې څومره څوکۍ وګټي نو د هغې په تناسب سره ورته بیا په پارلیمان کې د ښځو اؤ اقلیتونو ځانګړې څوکۍ هم ورکړل کیږي.
د تحریک انصاف ګوند کاندیدانو په اتمه فرورۍ شوؤ انتخاباتو کې په ازاد حیثیت برخه اخستې وه اؤ له کامیابېدو وروسته د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو په خاطر یو بل ګوند سني اتحاد کونسل کې شامل شوي وؤ خو بیا هم الیکشن کمشن دغه ګوند ته د 20 ځانګړو اؤ درېوؤ اقلیتي څوکیو ورکولو نه انکار کړی ؤ.
د پاکستان الیکشن کمیشن په پینځم مارچ د سني اتحاد کونسل د برخې ځانګړې څوکۍ په نورو سیاسي ګوندونو ویشلې وې چې سني اتحاد کونسل ددې فېصلې پرضد پېښور هایکورټ ته عریضه کړې وه.
په 7م مارچ پېښور هایکورټ سني اتحاد کونسل ته د ځانګړو څوکیو د نه ورکول کیدو په ضد دایر خواستونو باندې تر 13 مارچ په ځانګړو څوکیو منتخب شوي غړي له سوګند کولو منعې کړي وؤ.
Forum