د پاکستان سپر لیګ کرکټ په سیالیو کې ملتان سطانز د پېښور زلمي لوبډلې ته په 7 وکټونو د ماتې ورکولو سره د فاینل لوبولو وړتیا پېدا کړې ده.
ملتان سلطانز د پېښور زلمي د 147منډو هدف په 19م اوور کې د 3 لوبغاړو په تاوان پوره کړو، یاسر خان تر ټولو زیاتې 54 منډې وکړې.
د کراچۍ په نیشنل بینک اسټيډیم کې د ترسره شوې دې سیالۍ پچه د پېښور زلمي کپتان بابر اعظم وګټله اؤ پخپله یې وړومبی د بیټنګ کولو پرېکړه وکړه.
پېښور زلمي په ټاکلو 20 اوورونو کې د 7 لوبغاړو په تاوان 146 منډې جوړې کړې چې تر ټولو زیاتې 46 منډې پکې د بابر اعظم وې.
کیډ مور 24، محمد حارث 22، صایم ایوب یوه، حسیب اللہ 3 اؤ رومین پاؤل 12منډې وکړې اؤ وسوځېدل خو پال والټر او لوک ووډ د 14، 14منډو په جوړولو ناسوځېدلي پاتې شول.
د ملتان سلطانز له لوري کرس جارډن او اسامه میر نے 2،2 لوبغاړي وسوځول اؤ ډیوډ ولي، محمد علی اور عباس اپریدي بیا یوه، یوه ویکټه واخسته.
ملتان سلطانز د پېښور زلمي لخوا ورکړل شوی د 147 منډو هدف په اسانۍ سره په 19م اوور کې د د ریو لوبغاړو په تاوان ترلاسه کړو.
یاسر خان تر ټولو زیاتې 54 منډې وکړې چې یوه شپږیزه اؤ 7 څلوریزې پکې هم شامل وې.
عثمان خان 36 ، افتخار احمد 22 ،محمد رضوان 15 او جانسن چارلس 11 منډې وکړې.
د پېښور زلمي مهران ممتاز،عامر جمال اؤ سلمان ارشاد یو، یو لوبغاړی وسوځولو.
پېښور زلمي لوبډله په کوالیفایر یا د وړتیا سیالۍ کې له ماتې خوړلو باوجود د فاینل له زغله نه ده وتلې اؤ اوس به دا لوبډله د ایلیمنیټر ون د ګټندویه لوبډلې سره مقابله کوی.
د ایلیمنټر ون سیالي به نن د اسلام اباد یونایټیډ اؤ کویټه ګلیډي ایټرز ترمنځ کیږي اؤ کومه لوبډله چې دا سیالي وبایلي نو په ټورنانمنټ کې به یې سفر پاي ته ورسیږي.
د پېښور زلمي اؤ ایلیمنټر ون د کټندویه لوبډلې ترمنځ د کېدونکې سیالۍ کامیابه لوبډله به د ملتن سلطانز سره د فاینل سیالۍ ته اوځي.
Forum