لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سږني کال کې د پولیو وړومبۍ پېښه له بلوچستان څخه مخې ته راغلې ده


تصویر: یو ماشوم ته د پولیو قطرې ورکول کیږي، کوم چې ډاکټران یې د پولیو مرض د مخنیوي یوازېنۍ لاره ګڼي
تصویر: یو ماشوم ته د پولیو قطرې ورکول کیږي، کوم چې ډاکټران یې د پولیو مرض د مخنیوي یوازېنۍ لاره ګڼي

په پاکستان کې د روان کال په اوږدو کې د پولیو وړومبۍ پېښه په بلوچستان صوبه کې مخې ته راغلې ده.

د صحت محکمې چارواکي وایي د بلوچستان په ډیره بګټي سیمه کې د دوه نیمو کالو یو ماشوم ته د پولیو وایرس ورپورې کېدو پخلی شوی دی.

د صحت محکمې د چارواکو وینا ده چې په تېرو دریوؤ کلونو کې د بلوچستان نه وړومبۍ د پولیو پېښه ده چې مخې ته راغلې ده.

بلوچستان کې تر دې وړاندې د پولیو وروستۍ پېښه په کال 2021م کې د قلعه عبدالله څخه رپورټ شوې وه

د صحت محکمې له مخې د بلوچستان په ماحولیاتي نمونو کې د تېرکال د اګست د میاشتې راهسې د پولیو وایرس د شتون پخلی شوی اؤ په دغه صوبه کې د پولیو د اندېښمن وضعیت له امله به د صوبې په نهو ضلعو کې د پولیو د مخنیوي ځانګړی مهم د 24 مارچ نه پېل کیږي.

د بلوچستان سرښار کوټه کې روغتيايي چارواکي وايي، چې صوبه کې د پوليو ضد کېمپین په مهال شپږ سوه ټرانزټ مرکزونه کار کوي، خو په ځیني مرکزونه کې بیا ټول کال ماشومانوته وېکسین ورکړل کیږي.

د بلوچستان د روغتيا د بېړنيو عملياتو دفتر ډي اي او سي وايي، په صوبه کې په چاپيريال کې د موندل شوي وايرس تړاو له کندهار او کراچۍ سره دی ځکه چې وایي په ژمي کې خلک پر دغو لویو لارو سفر کوي.

د پوليو وايرس د مخنيوي لپاره پر لويو لارو سلګونه د ويکسين ټرانزټ مرکزونه جوړ شوي دي.

په پاکستان کې د روان کال په مهال دا وړومبۍ د پولیو پېښه ده چې د بلوچستان څخه مخې ته راغلې ده.

تېرکال د پاکستان نه د پولیو شپږ مثبت کېسونه رپوټ شوي وو.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG