لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امرېکا وایي، طالبان باید دا باوري کړي چې د افغانستان له خاورې په نورو ملکونو ترهګر بریدونه ونشي


د امریکا د خارجه وزارت مرستیال ویاند وېدانت پټېل
د امریکا د خارجه وزارت مرستیال ویاند وېدانت پټېل

د امریکې د خارجه محکمې مرستیال ویاند ویدانت پټيل ویلي، د رپورټ له مخې پاکستان د ځوابي کارروایۍ په توګه افغانستان کې هوایي بریدونه کړي دي.

هغه افغانستان کې په واکمنو طالبانو ټینګار کړی چې هغوي باید باوري کړي چې د افغانستان له خاورې په نورو هیوادونو بریدونه ونه شي.

په عین حال کې په افغانستان واکمنو طالبانو د پاکستان بریدونو ته خپل غبرګون کې دړکه کړې ده چې داسې پيښې خورا بدې پایلې درلودلی شي چې بیا به یې قابو کول د پاکستان په اختیار کې نه وي.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې ویلي پاکستان د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي اؤ حافظ ګل بهادر ډلې ځالې په نخښه کړي اؤ وایي دا عملیات یې په سرحدي سیمو کې د استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره کړي دي خو افغان طالبانو اؤ ټي ټي پي بیا د پاکستان دا دعوه رد کړې ده اؤ وایي پاکستاني الوتکو عام خلک په نخښه کړي دي.

افغان میډیا وایي د پاکستاني الوتکو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون اته کسان وژل شوي اؤ دافغانستان په خاوره د پاکستان لخوا د ترسره شوؤ دې بریدونو په ضد په کندهار ولایت کې احتجاجي لاریون هم شوی دی.

د دوشنبې په ورځ واشنګټن کې رسنیو ته د احوال تېرولو په مهال د امریکې د خارجه محمکې مرستیال ویاند ویدانټ پټیل وویل واشنګټن په کابل اؤ اسلام اباد ټینګارکوي چې د خپلو اختلافونو حل ولټوي اؤ افغانستان دې بیا د ترهګرو لپاره یوه خوندي ځاله جوړه نه شي.

ویاند ویلي افغانستان کې د ترهګرو پرضد عملیاتو کې باید ملکي خلک زیانمن نه شي اؤ د دوه اړخیزه خبرو اترو اؤ د ترهګرۍ د مخنیوي په اړه امریکا د پاکستان سره پرله پسې په رابطه کې ده.

هغه وویل پاکستان د امریکې یو مهم شرکت دار دی اؤ دامریکې سفیر د پاکستاني مشرتابه سره لېدنو کې په یو شمیر مهمو معاملو،سیمه ییزه سلامتۍ ،شراکت دارۍ اؤ اقتصادي اصلاحاتو خبرې کړي.

تر دې وړاندې د وایټ هاوس ترجمانې کېرین ژان-پیئر د ګل/دوشنبې په ورځ د وي او اې د خبریالې، انېټا پاول پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې امریکا په افغانستان باندې د پاکستاني جهازونو د حملو نه آګاهه ده، کوم چې پاکستان پخپل پوځي مرکز باندې د خالي ورځې د حملې په جواب کې کړې دي.

کېرین ژان-پيئر وویل: "مونږ ډېر خفه یو چې په پاکستان کې د حملې پر مهال خلک مړه شوي او زخمیان شوي، او همدا راز دا چې په افغانستان کې د (پاکستان) د بمباریو له کبله اولسي خلک وژل شوي دي. مونږ له طالبانو غواړو چې د افغانستان له خاورې د ترهګرو حملو نه ترسره کېدل دې یقیني کړي. مونږ له پاکستانه غواړو چې زغم یا تحمل دې وکړي او دا دې یقیني کړي چې د هغو په ترهګرۍ ضد کاروایو کې اولسي خلکو ته نقصان ونه رسیږي."

پاکستان وايي په افغانستان کې يې په وسله والو حملې کړي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:05 0:00

د سپينې ماڼۍ ویاندې د پاکستان او افغان طالبانو وغوښتل چې د تشدد پرځای دې، د خبرو لاره خپله کړي. هغې زیاته کړه: "مونږ په دواړو اړخونو غږ کوو چې خپل هر قسمه اخلافات د خبرو اترو د لارې حل کړي. مونږ دا یقیني کولو ته چې افغانستان به بیا هېڅکله د ترهګرو دپاره، چې وغواړي امریکا یا زمونږ نور اتحادیانو یا شریکانو ته زیان ورسوي، په پټنځای بدل نشي."

په افغانستان کې واکمنو طالبانو وویل چې د اتوار او ګل ورځو ترمنځ شپه کې، پاکستاني جهازونو د پکتیکا او خوست ولایتونو په دوو ولسوالیو بمبارۍ وکړې چې په کې ټولټال پنځه ښځې او درې ماشومان ووژل شول.

طالبانو د پاکستان دا حملې په کلکه وغندلې، او د طالبانو دفاع وزارت خبر ورکړ چې په انتقامي کاروايي کې یې د "ډیورنډ فرضي کرښې" په غاړه، د پاکستان پوځي مرکزونه په "درنو وسلو" په نښه کړي دي.

د افغانستان په خاوره له بریدونو څو ساعته وروسته پاکستاني چارواکي وویل چې ، ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاړه چینار ضلعې کورمه کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوي چې په کې د پاکستاني پوځ یو کپتان وژل شوی او دوه نور پوځیان ژوبل شوي دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې یې د پاکستان د سفارت سرپرست هم احضار کړی او هغه ته یې احتجاج لیک سپارلی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG