لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن وایي، امریکا د غزې د ډزبندۍ دپاره کوششونه جاري ساتي


د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل چې امریکا اوس هم د اسرایل او حماس ترمنځ ډزبندۍ د معاملې ترسره کولو دپاره کوششونو ته زور ورکوي. بلېنکن دا خبره اسرایل ته د سفر نه وړاندې، د مصر په پایتخت قاهره کې یو مطبوعاتي کنفرانس ته وکړه.

بلېنکن په مصر کې د خپلو مذاکراتو په باب وویل: "د یو شمېر مشترکو ارجحیتونو په اړه یو واضحه اتفاق موجود دی. اول: د یرغلو کسانو د آزادۍ سره، د یو فوري او پایداره ډزبندۍ ضرورت."

هغه زیاته کړه چې یوه ډزبندي به د لا زیاتو انساني مرستو د رسولو دپاره لاره صافه کړي.

بلېنکن د زیارت/پنجشنبې په ورځ د خبرو دپاره مصر کې و، او دا خبرې د اسرایل-حماس جګړې کې د یو اوربند پرځای کولو دپاره کوششونو، غزه کې د یرغملو اسرایلیانو د آزادولو، او غزې ته د لا زیاتو انساني مرستو په رسولو باندې راڅرخېدې چې اړمنو فلسطیني عوامو ته ورسولی شي.

بلېنکن وویل چې مذاکره چیان د ډزبندۍ په لوظنامې باندې کار کول جاري ساتي.

د امریکا خارجه وزیر په خبري کنفرانس کې وویل: "اختلافات په کمېدو دي، او مونږ په دوحه کې د یوې لوظنامې دپاره کوششونه جاري ساتلي. د دې هدف حاصلول اوس هم سخت کار غواړي، مګر زه لا هم باور لرم چې امکان یې موجود دی."

بلېنکن دا هم وویل چې، "مونږ اختلافات راکم کړي دي، خو لا هم یو څه پر ځای پاته دي. نو زه کوم واضحه وخت نشم ټاکلی، صرف وایم چې مونږ ژمن یو هر هغه څه چې مو په وس کې وي، د یوې لوظنامې د ترسره کولو دپاره یې عملی کړو."

په مذاکراتو کې د اختلاف اصلي موضوع په دې خبرې پاته ده چې حماس وایي ورسره موجود ټول یرغمل شوي کسان صرف په داسې معامله کې آزادوي چې جنګ په کې ختم شي. مګر اسرایل وایي دوی صرف د یوې موقتې ډزبندۍ په سوچ کې دي.

د امریکا خارجه وزارت وویل، بلېنکن په قاهره کې د مصر د صدر، عبدالفتاح السیسي سره د یوې داسې ممکنه ډزبندۍ په سر خبرې کولې چې لږ تر لږه شپږ هفتې دوام وکړي، او دې سره د حماس په ولقه کې پاته ټول یرغمل کسان راخوشې شي.

بلېنکن د اردن، سعودي عرب، قطر، او د متحده عربي اماراتو له استازو سره هم ملاقاتونه وکړل.

د غزې د ډزبندۍ دپاره دا څو هفتې مذاکرات روان دي چې څو ملکونه په کې شامل دي او کوششونه کوي چې د ډزبندۍ دپاره داسې یو ترکیب مخې ته کړي چې هم اسرایل او هم حماس تندلارې ډلې ته د قبول وړ وي.

انټني بلېنکن به د جمعې په ورځ اسرایل کې د هغه ځای د مشرانو سره وګوري او هغوی به د وروستیو پرمختګونو نه خبر کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG