لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ د شوکت عزیز صدیقي د برطرفۍ پرېکړه ناچله وګرځوله


د پاکستان سپریم کورټ د اسلام اباد هایکورټ د پخواني جج شوکت عزیز صدیقي د ګوښه کولو یا برطرفۍ په اړوند د سپریم جوډیشل کونسل فیصله ناچله ګرځولې ده اؤ د پخواني جج په توګه یې د هغه د پینشن اؤ ټولو مراعاتو د بحالولو حکم کړی دی.

شوکت عزیز په کال ۲۰۱۸م کې د پوځ اؤ استخباراتي شبکې آي ایس آي پرضد له یوې سختې وینا وروسته له خپل منصبه ګوښه کړل شوی ؤ چې وروسته هغه خپله برطرفي په سپریم کورټ کې چیلنیج کړې وه.

د سپریم کورټ د چیف جسټس قاضي فایز عیسا په مشرۍ پینځه کیسز بینچ سږکال د جنورۍ په ۲۳مه نېټه د شوکت عزیز صدیقي د اییني خواستونو اورېدنه سرته رسولې ده اؤ خپله پرېکړه یې خوندي کړې وه.

د جمعې په ورځ عدالت خپله د ۲۲ پاڼو اوږده فیصله مخې ته راوړې اؤ د هغه د ګوښه کولو اقدام یې ناقانونه ګرځولی دی.

سپریم کورټ پخپله پرېکړه کې په ۱۱م اکتوبر کال ۲۰۱۸م کې د وزیراعظم په سپارښتنه د صدر له لوري د شوکت عزیز صدیقي د ګوښه کولو اعلامیه هم ناچله ګرځولې ده.

پخپله فیصله کې عدالت ویلي چې جج شوکت عزیز صدیقي پخپله عهده بحالولی نه شي ځکه چې د هغه د ملازمت موده سرته رسېدلې ده خو ویلي یې دي چې هغه دې ریټایرډ جج وګڼلی شي اؤ د اسلام اباد هایکورټ د پخواني جج په توګه به د پینشن اؤ ټولو مراعاتو اخستو حقدار وي.

په ۲۱م جولایي کال ۲۰۱۸م کې ښاغلي صدیقي د راولپنډۍ بار یوې دستورې ته د وینا په مهال د هیواد په پوځ اؤ استخباراتي شبکه اي ایس آي سختې نیوکې کړې وې اؤ هغوي یې عدالتي چارو کې په مداخله تورن کړي وؤ.

د شوکت عزیز صدیقي لخوا لګول شوؤ تورونو ته د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار هم غبرګون ښودلی ؤ اؤ ویلي‌ یې وؤ چې په ریاستي ادارو د لګول شوؤ تورونو باید پلټنې وکړل شي.

وروسته په ۱۱م اکتوبر کال ۲۰۱۸م کې هغه د خفیه ادارو په ضد د تقریر کولو په تور له خپلې عهدې لرې کړل شوی ؤ.

شوکت عزیز صدیقي د سپریم جوډيشل کونسل لخوا د هغه د برطرفۍ پرېکړه په سپریم کورټ کې چیلنج کړې وه خو په دغه دوران کې د هغه د ملازمت موده سرته ورسیده اؤ عدالت د هغه به اپیلونو څه فیصله نه وه کړې وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG