پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) ویلي، "29 لوبغاړي به په کاکول اېبټ اباد کې فټنس کېمپ کې برخه اخلي، ياد کېمپ د پوځ په مرسته راجوړ شوی او دا سټراټيجيکي ډول ډيزاين شوی چې لوبغاړي پکې د راتلونو سيريزو او ټورنامنټونو، تر نړیوال ټي ټيونټي ورلډکپ دپاره تياری وکړي".
پي سي بي نن په خپله وېب پاڼه خپور کړي بيان کې ويلي، کېمپ به سبا د نهې/ سه شنبې د ورځې (26م مارچ نه تر اتم اپرېل) پورې روان وي.
ويل شوي، "په کېمپ کې به توجه په ټيم جوړولو چې مقصد یې د لوبغاړو فزيکي او ذهني کچه لوړل او ډاډ ترلاسه کول دي چې په راتلونکې کې په ښه حالت کې د چېلنجونو مقابله کولی شي".
ويل شوي، "تجربه لرونکي کوچز او تربيت ورکوونکي به د لوبغاړو د فټنس معيار، چټکتيا، مشرۍ او سټراټيجيک فکر او ټول پرفارمنس باندې پاملرنه کوي".
بابراعظم، محمد رضوان، صايم ايوب، فخر زمان، صاحبزاده فرحان، حسيب الله، سعود شکيل، عثمان خان، محمد حارث، سلمان علي اغا، اعظم خان، افتخار احمد، عرفان خان نیازي، شاداب خان، عماد وسيم، اسامه میر، محمد نواز، مهران ممتاز، ابرار احمد، شاهين شاه اپريدي، نسيم شاه، محمد عباس اپريدي، حسن علي، محمد علي، زمان خان، محمد وسيم جونير، عامر جمال، حارث روف او محمد عامر به په تربيتي کېمپ کې وي.
له دې وړاندې هم په کال 2016م کې پاکستانۍ لوبډلې ته د انګلېنډ د دورې نه وړاندې په کاکول کې تربیتي کېمپ لګول شوی وو.
Forum