لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نتن یاهو: اسرایل به د حماس درواغجنې غوښتنې و نه مني


واشنګټن – د اسرایلو وزیر اعظم بین یمین نتن یاهو د نهې یا سې شنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د حماس د له منځه وړلو لپاره به خپل کمپاین مخې ته بوځي.

نتن یاهو په ورته وخت کې د ملګروملتونوو د امنیت شورا په هغې قانوني مسودې هم نیوکې وکړې په کومه کې چې په غزه کې بیړنی اوربند غوښتل شوی.

نتن یاهو په یو بیان کې ویلي، "اسرایل به د حماس درواغجنو غوښتنو ته تسلیم نشي او د جګړې د ټولو موخو د ترلاسه کولو لپاره به دوام ورکړي چې ټول برمته شوي کسان خوشې کړای شي، د حماس پوځي او د حکومتوالۍ ټولې وړتیاوې ختمې شي او دا باوري شي چې غزه به نور اسرایلو ته کوم ګواښ نه جوړوي."

د حماس چارواکو د ګل یا دوشنبې په ورځ مذاکره کونکو ته ویلي، چې حماس به له خپل هغه وړاندیز څخه په شا نه شي چې د برمته شویو اسرایلیانو د خوشې کېدو په بدل کې، له اسرایلو سره بندي فلسطینیان خوشې نه شي او اسرایل له غزې څخه و نه وځي.

په جګړه کې دواړو ښکېلو غاړو په خپلو غوښتنو کې لږ پرمختګ ښودلی که څه هم د امریکا، مصر او قطري مذاکره کونکو لخوا هڅې کېږي چې داسې یوه لاره پیدا کړي چې په جګړه کې لنډ مهالی اوربند وشي، بندیان خوشې کړای شي او په غزه کې ملکي وګړو ته د اړتیا وړ بشري مرستې زیاتې کړای شي.

نتن یاهو وویل،‌ چې د حماس دریځ دا ثابتوي چې ترهګره ډله "د مذاکراتو دوام ته لیواله نه ده چې تړون وشي"

د امنیت شورا لخوا د ګل یا دوشنبې په ورځ په تصویب شوې مسوده کې د روژې میاشتې لپاره چې نیمايي‌ تېره شوه د بیړني اوربند غوښتنه شوې چې بیا یو دایمي اوربند ته لاره هواره شي.

په دغه مسوده کې بې له کوم شرط څخه د ټولو بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه هم شوې او دغه ډول په غزه کې د ملکي وګړو د ژغورلو لپاره د نورو بشري مرستو په وړاندې د ټولو خنډونو د لېرې کولو غوښتنه هم.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG