لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راپور: په غزه کې د اسرایلو له جګړې سره په امریکا کې د مسلمانانو پرضد پېښې زیاتې شوي


واشنګټن – د امریکا اسلامي اړیکو شورا په نامه د فعالانو یوې ډلې د نهې یا سې شنبې په ورځ راپور ورکړی چې په غزه کې د اسرایلو د جګړې له پیل سره په ۲۰۲۳ کال کې په امریکا کې د مسلمانانو او فلسطینیانو پرضد بریدونه او توپیري پېښې زیاتې شوي.

کاونسل ان امېرېکن اسلامېک رېلېشن یا CAIR ویلي، په ۲۰۲۳ کال کې د اوړم کال په پرته ۵۶ فیصده شکایتونه زیات شوي چې شمېر یې ۸۰۶۱ ته رسېږي.

دوی وایي، له دغه شمېر څخه یې کابو ۳۶۰۰ پېښې د اکټوبر او ډیسمبر رامنځ ته شوي.

په فلسطیني امریکایانو باندې له بریدونو سره عرب امریکایان څنډې ته شوي:

د بشري حقونو فعالانو هم په ورته توګه په منځني ختیځ کې د شخړې له راپورته کېدو سره په ټوله نړۍ کې له اسلام څخه د وېرې یا اسلاموفوبیا، د فلسطینیانو پرضد د ناوړه سوچ او د یهودانو پرضد د کرکې د پېښو د زیاتېدو خبر ورکړی.

د امریکا په پېښو کې، په ایلینوس ایالت کې د شپږ کلن فلسطیني امریکايي په چاړو وهل، په ورمانټ کې په نومبر کې په دریو فلسطیني زده کونکو باندې ډزې او په فیبرورۍ کې په ټېکساس کې په چاړې باندې د یو فلسطیني سړي وهل شامل دي.

د یادې ادارې په راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې "د مسلمانانو پرضد کرکه زیاته شوې" په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲ کال کې دغه شکایتونه کم شوي وو.

دوی وایي، د ۲۰۲۳ کال په لومړیو نهو میاشتو کې د داسې پېښو شمېر په میاشت کې شاخوا ۵۰۰ و خو د کال په وروستیو دریو میاشتو کې دغه شمېر نېږدې ۱۲۰۰ ته ورسېده.

په راپور کې راغلي، "له اسلام څخه د وېرې دغه څپه د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتوالي وروسته زیاته شوې"

د نیوجرسي پولیس په نیوارک کې د یو جومات د امام په وژونکي پسې ګرځي

د ۲۰۲۳ کال تر ټولو زیات شکایتونه د کډوالۍ او پناه اخېستو، د کاري توپيري چلند، د کرکې جرمونه او په تعلیمي ډګر کې د توپیري چلند په برخو کې وو.

د فلسطین حماس ډلې د اکټوبر په اوومه نېټه په اسرایلو باندې برید وکړ، د اسرایلو په وینا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل.

اسرایلو هم په غبرګون کې په غزه کې ځمکني او هوايي بریدونه پیل کړل چې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې پکې تر ۳۲۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي، نېږدې ټول ۲.۳ میلیونه وګړي یې بې ځایه شوي، ولږه او قحطي ورسره راغلې او قتل عام تر ادعاو رسېږي خو اسرایل یې ردوي.

کاونسل ان امېرېکن اسلامېک رېلېشن یا CAIR ویلي، دوی دغه شمېرې د عامو بیانونو، ویډیوګانو او دغه ډول د خلکو لخوا د ټیلیفونونو، برېښنا لیکونو او په انلاین بڼه له راټولو کړیو شکایتونو څخه راټولې کړې دي.

دوی همدارنګه له هغو خلکو سره هم اړیکه نیولې د چا پېښې چې په رسنیو کې رپورټ شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG