د پېښور هایکورټ چیف جسټس ابراهیم خان د پاکستان چیف جسټس قاضي فایز عیسا په سپریم کورټ کې د ججانو په ټاکنه کې د خوښې نا خوښې نه په کار اخستو تورن کړی اؤ د خېبر پښتونخوا له پامه په غورځولو یې ورته ګیله کړې ده.
د پېښور هایکورټ مشر قاضي پخپل استول شوي لیک کې د سپریم کورټ مشر قاضي مخاطب کړی اؤ ویلي یې دي ورته چې په درانه زړه دا خط د فیورټ ازم یا خوښې نا خوښې په اړه لیکي.
هغه د سپریم کورټ مشر قاضي ته ویلي چې سپریم کورټ کې د ججانو څلور کرسۍ تشې وې خو تاسو یوازې یو جج له خپلې صوبې بلوچستان څخه واخستو.
چیف جسټس ښاغلي ابراهیم خان لیکلي چې د سپریم کورټ د ججانو په ټاکنه کې خپلولۍ پال کیږي اؤ توپیري چلند کیږي " ددې لیک له لارې زه غواړم چې ستاسې پام اصول خوښۍ،وړتیا اؤ شفافیت ته راوګرځوم"
د پېښور هایکورټ مشر قاضي ویلي د سپریم کورټ د څلورو ججانو په تشو څوکیو د بلوچستان نه یوازې اختر افغان د سپریم کورټ د جج په توګه اخستل شوی اؤ وایي، زه اختر افغان په ټاکنه خوښ یم خو په سینیارټۍ کې زما نامه په دویم نمبر ده،د سپریم جوډیشل کمیشن اؤ سپریم جوډیشل کونسل غړی یم نو په اصولي توګه باید زما نوم د سپریم کورټ دججانو په نوملړ کې اچول شوی ؤ.
هغه ویلي د سپریم کورټ د ججانو په تشو کرسیو باید زر تر زره ججان واخستل شي تر څو د ځنډ ښکار مقدمې فیصله کړل شي اؤ ولس ته ارزان اؤ سمدستي انصاف په لاس ورشي.
هغه ویلي د 31 کالو راهسې د جج په توګه دنده ترسره کوي اؤ تل یې د ټولنې اؤ عدلیې د وقار لپاره کار کړی دی خو وایي "زما نوم چې د سپریم کورټ د جج په توګه د غور لاندې نه دی نیول شوی په دې سخت تحفظات لرم"
چیف جسټس ابراهیم خان لیکلي ، ښاغلي قاضي فایز عیسا پخپله عدلیه کې د خپلوۍ پاللو اؤ توپیري چلند په ضد کال 2022م کې د هغه وخت چیف جسټس عمر عطا بندیال ته لیک استولی ؤ.
هغه واضحه کړې چې د خط لیکلو مقصد یې د سريم کورټ د مشر قاضي فیصلې چیلنج کول نه بلکې د ادارې دننه روڼوالی، اصول خوښي آؤ یو رقم فرصتونه باوري کول دي.
هغه ویلي چې سپریم کورټ کې دا مهال د بلوچستان درې اؤ د خېبر پښتونخوا یوازې دوه ججان دي .
نوموړي ویلي سریم کورټ کې د جج په توګه د ګمارنې لپاره هغه داسې مراسم نه لري چې په داسې موقع یې پکار راشي .
باید وویل شي چې د پېښور هایکورټ مشر قاضي ابراهیم خان په ۱۳م اپریل ریټایر کېدونکی دی.
Forum