د پاکستان صدر اصف علي زرداري په پاکستان کې د چین د سفير سره ليدلي، او ويلي يې دي، د چينايانو د امنيت يقيني کولودپاره ټول اقدامات کوي. له دې وړاندې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف هم دغه خبره کړې وه.
د پاکستان صدارتي ماڼۍ ویلي، صدر زرداري د چین د سفير چیانګ زۍ دونګ سره په ليدنه کې "د ترهګرۍ قابو کولو دپاره د ترهګرۍ د مخنيوي په مرستو او استخباراتي معلوماتو شريکولو د زياتوالي په ضرورت ټينګار کړی دی".
صدر زرداري ويلي، "پاکستان کې په بېلا بيلو منصوبو د کار کوونکو چينايانو وروڼو د امنیت يقيني کولو دپاره به ټول اړين اقدامات کوي".
له دې وړاندې د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف ويلي وو حکومت يې د چينايي وګړو بشپړ حفاظت ته پورا پام کوي او د صوبو سره په ګډه به د چينايي وګړو د ساتنې لپاره کوټلی پروګرام جوړوي.
پرون د زيارت، پنجشنبې په ورځ د کابينې غونډې ته پخپله وينا کي وزير اعظم وويل په بشام کې د چينايي اينجينيرانو په يو ځانمرګي بريد کي د وژنې وروسته یې په داسو کي د چين انجينيرانو او ماهرينو سره وليدل. هغه ويلي پاکستان کې مېشت چينايانو ته به بشپړه سيکيورټي ورکولی شي.
په 26م مارچ د خېبرپښتونخوا د شانګلې په بشام سيمه کې په یو ځانمرګي برید کې پينځه چينايي اينجينيران او پاکستانی ډرايور یې وژل شوي وو.
پاکستان د چين په غوښتنه د دې بريد د پلټنو لپاره يو ګډ ټيم جوړ کړی او وزيراعظم شهباز شريف ويلي، بريد کونکي به د قانون منګولو ته راولي او ورته به سختې سزاګانې ورکوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند ممتاز زهرا بلوڅ پرون د زيارت په ورځ مطبوعاتي کانفرنس کې ويلي، د پاکستان قانون نافذونکې ادارې د يادې پېښې د پلټنو د بشپړو په عمل کې دي او چې کله سر ته ورسي معلومات به یې خپاره کړي.
بشام د بريد نه وړاندې هم پاکستان کې په چینايانو ګڼ بريدونه شوي او چين د پاکستان نه په کلکه غوښتنه کړې چې چينايي وګړو ته کلک امنيت ورکړي.
Forum