لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: په درېو ورځو کې پرله پسې درې کسان په هدف شوي


فائل تصویر
فائل تصویر

په شمالي وزیرستان کې بیا د هدفي وژنې پېښه شوې پوليس په کې وژل شوی او يو ملکي وګړی ژوبل شوی دی. په شمالي وزیرستان کې په تیرو درېو ورځو ‏کې د هدفي وژنو دا درېمه پېښه ده.‏

ترې دې وخته د دې پېښو زمه داري چا نه ده منلې د هدفي وژنې یوه بله پېښه لکي مروت کې شوې چې د بر جنوبي وزیرستان سره تړاو لرونکی یو تنکی ‏ځوان په کې وژل شوی دی.‏

‏ پولیسو دا پېښې تاييد کړي، او د شمالي وزیرستان پولیس وايي د هدفې وژنې دا پېښه د ضلع مرکز میرانشاه په تپي سیمه کې شوې ده.‏

تپي د میرانشاه بازار نه نیزدې پینځه کلو میټره سویل ختیز سیمه ده او د لس کلن ضرب عضب پوځي عملیاتو پرمهال دا سیمه د هرقسمه ناامني څخه پاکه ‏ګرځول شوې وه. ‏

د میرانشاه تاڼې چارواکي وايي د ډزو په پېښه کې پولیس طارق خان وژل شوی چې د ډیوټۍ وروسته کور ته ستون شوی وو.‏

د دوی په وینا دا د ترهګري پېښه ده چې هدف یې پولیس اهلکار وو، د نامالومه کسانو پرضد یې مقدمه درج کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.‏

په سیمه کې د پوځ مشر مېجر جنرل انجم ریاض او د ضلعې پولیسو او انتظامیه مشرانو د پولیس عسکر په وژنه اندیښنه څرګنده کړې ده.‏

د ضلعې پولیسو مشر روحانزیب د هغه جنازې پرمهال ویلي د هغه قرباني به نه ضايع کوی، په دې پېښه کې ککړ کسان به زر مالوم کړي او عدالت ته به یې ‏راکش کړي.‏

په شمال وزسرستان کې په تیرو درې ورځو کې د هدفي وژنو دا دریمه پېښه ده چې پکې یو د مذهبي سیاسي ګوند د ضلعې د مالیاتو سیکتر او په بله پېښه ‏کې د پولیسو یو افسر د هغه د کور مخې ته وژل شوي دي.‏

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې په کال ‏‎2014‎‏ کې عملیات کړي ووي ځايي خلک په دې عمل پوښتنې راپورته کوي خو پوځ دعوه کوي چې د ‏عملیاتو په پایله کې وسله والو ته پراخه ضربونه لګول شوي چې د وسله والو ملا یې ماته کړې ده.‏

بل لور ته چارواکي وايي لکي مروت تحصیل نورنګ په زندي اکبر خان سیمه کې یو ځوان نامالومه کسانو په هدف کړی دی.‏

پولیس وايي دغه تن پېژندګلو د عدنان مسید په نوم شوې چې تړاوو یې د بر جنوبي وزیرستان ځانګړې سیمې سره دی او په لکي مروت کې سره د کورنۍ ‏مېشته دي. ‏

د دوی په وینا کورنۍ یې په چا دعوداري نه ده کړې او پولیس ته یې ويلي چا سره شخصي دوښمني نه لري.‏

‏ د پولیسو په وينا د نامالوم کسانو پرضد مقدمه درج کړې او پلټنې پیل کړې دي.

هم دې تر څنګ بنو ضلع کې د پولیس یو پخوانی اهلکار په ډزو وژل شوی دی.‏ پولیس وايي د بنو میرا خېل تانې په حدود کې دا پېښه شوې چې د پولیس پخوانۍ اهلکار باندې نامالوم موټر سایکل سواره کسانو ډزې کړې او بیا ‏تښتېدلي دي .‏

په دې وروستیو کې په پاکستان او بیا په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د ترهګرۍ د پېښو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده چې د ‏عامو خلکو تر څنګ پکې امنیتي ځواکونو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.‏

د سنټر فار ریسرچ اینډ سیکیورټي سټدیز نومې ادارې ترمخه سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ او پرضد عملیاتو کې یې د ‏ترهګرو په ګډون 430 کسان وژل شوي دي. راپور وايي، په دې کې د عامو خلکو او د امنیتي ځواکونو له ډلې څخه د وژل شویو کسانو شمېر 281 ده.‏

دغه ډول تر ټولو نه زیاته ترهګري یعنې 92 فیصده پېښې بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبو کې رپورټ شوي. دغه شان بلوچستان صوبه کې په لومړیو ‏دریو میاشتو کې د وژل شویو کسانو شمېره 178 ده.‏

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG