لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نېتنیاهو وایي په رفح باندې د حملې نېټه یې ټاکلې – امریکا غبرګون ښودلی


په جنوبي ښار رفح کې د یو میلین نه زیاتو فلسطینیانو پناه اخېستې ده او اکثره یې په خیمو کې ژوند کوي
په جنوبي ښار رفح کې د یو میلین نه زیاتو فلسطینیانو پناه اخېستې ده او اکثره یې په خیمو کې ژوند کوي

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې د غزې په جنوب کې رفح ښار باندې د یو ځمکني برید دپاره نېټه ټاکل شوې، خو ښکاره یې نه کړه. هغه په داسې حال کې د حملې د نېټې ټاکل کېدو خبره کړې چې امریکا ویلي مرکچیانو یې په قاهره کې د یوې ډزبندۍ او د یرغمل شوو کسانو د خلاصون دپاره حماس تندلارې ډلې ته یو تجویز وړاندې کړی دی.

د اسرایل وزیراعظم د ګل په ورځ په بیت المقدس کې وویل: "نن، په قاهره کې د خبرو اترو په باب ما ته یو مفصل رپوټ راورسېدو. مونږ په ثابته توګه په دې کار کوو چې خپلو مقاصدو ته ورسېږو، اول او تر هرڅه اهم زمونږ د ټولو یرغمل شوو تنانو خلاصون او په حماس باندې یوه مکمله کامیابي حاصلول دي."

بنیامین نيتنیاهو زیاته کړه: "د دې کامیابۍ د حاصل کولو دپاره ضروري ده چې رفح ته ننوځو او هلته کې د ترهګرو ډلې نابوده کړو. دا کار به وشي. دې ته نېټه ټاکل شوې ده."

امریکا سمدستي د نېتنیاهو خبرو ته قهرجن غبرګون وښود. د پنټاګان یا د امریکا د دفاع وزارت یوې ترجمانې وویل: "مونږ ډېر واضحه څرګنده کړې چې مونږ په رفح کې دننه د عملیاتو حمایت نه کوو."

د پنټاګان ویاندې صبرینا سېنګ وویل: "مونږ غواړو یو معتبره منصوبه وګورو چې دوی به څنګه هلته کوم عملیات ترسره کوي. مونږ د هغوی رسمي منصوبه بندي چې وړاندې کړې دې وي، نده لیدلې."

هغې زیاته کړه چې امریکا د هغو څه باندې یو میلین فلسطیني عوامو په اړه "اهمې" بشري فکرمندۍ لري چې په رفح ښار کې یې پناه اخېستې ده.

په تېرو دوو ورځو کې د مصر په پایتخت قاهره کې د غزې جنګ د ډزبندۍ په سر خبرې روانې وې چې په کې د امریکا د استخباراتو د ادارې – سي آی اې – مشر ویلیم برنز، او د اسرایل، حماس ډلې، او قطر چارواکي شامل و. وایټ هاوس دا خبرې اترې "سنجیده" بللي دي.

د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل ترجمان جان کربي خبریالانو ته وویل: "مونږ اوس په دې ځای ولاړ یو چې حماس ته یو تجویز وسپارل شو، او مونږ د حماس جواب ته انتظار یو. اوس به نو منل یې په حماس پورې اړه ولري."

کربي حماس ته د وړاندې شوي تجویز جزئیات بیان نه کړل.

د ډزبندۍ او یرغمل شوو تنانو د خلاصون په سر د خبرو اترو وروستي پرمختګونه او ورسره دا خطره چې په غزه کې به جنګ لا پسې وغځیږي، په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې څو ورځې وړاندې د امریکا صدر جو بایډن، د اسرایل وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو ته خبرداری ورکړ چې امریکا ممکن د غزې په جنګ کې د اسرایل د حمایت پالیسي خپله بدله کړي.

بایډن په اسرایل غږ وکړ چې غزې ته دې د ډېرو انساني مرستو لاره پرانیزي، او مرکچیانو ته دې اختیار ورکړي چې ژر تر ژره د حماس سره خبرو کې په ډزبندۍ اتفاق وکړي.

بایډن پس د هغه دا غوښتنې وکړې چې د اسرایل په یوه بمباري کې، اووه تنه بهرني مرستندویان چې غزې ته یې د خوراکي موادو په رسولو کې کار کولو، ووژل شول.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG