د پاکستان پيپلز ګوند سره تعلق لرونکی يوسف رضا ګېلاني د برني اېوان سېنېټ چيرمېن او د مسلم ليګ ن سيدال خان ناصر مرستیال چيرمېن منتخب شوي دي، دوی دواړه بې د کومې مقابلې ټاکل شوي ځکه په مقابله کې یې بل څوک مخې ته نه دي راغلي.
د رپورټونو ترمخه، پاکستان تحریک انصاف ګوند د سېنېټ د چيرمېن او مرستیال چيرمېن د انتخاباتو نه بايکاټ کړی وو.
نن د نهې/ سه شنبې په ورځ د سېنېټ غونډه د پريذايډنګ افسر اسحاق ډار په مشرۍ کې شوې، او نوو منتخب شوو سېنېټرانو سوګند هم کړی دی.
د نوو سېنېټرانو د انتخاب وروسته د چیرمېن او مرستیال چيرمېن په ټاکنه کې د يوسف رضا ګېلاني او سيدال خان مقابلې ته چا کاغذونه جمع نه کړه او هغوی د بې مقابلې منتخب شو.
پاکستان تحریک انصاف ګوند بايکاټ کړی او ويلي یې دي، دوی ته پوره نمايندګي نه ده ترلاسه، دوی د سېنېټ انتخابات غېر اييني بولي ځکه پکې برخه نه اخلي.
تېره ورځ د هیواد صدر اصف علي زرداري د سېنېټ غونډه رابللې وه او د صدر د ماڼۍ څخه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي وو چې دې غونډه کې به د سینیټ نوو ټاکل شوو غړو ته سوګند ورکول کیږي چې تر هغې وروسته به د چيرمېن او مرستیال چیرمېن انتخاب کیږي.
د پیپلز ګوند مرکزي مشرې شیري رحمان دعوه کړې وه چې یوسف رضا ګیلاني ته سېنېټ کې واضحه ملاتړ ترلاسه دی.
د تحریک انصاف ګوند ویاند روف حسن خپل یو بیان کې غوښتنه کړې وه چې تر څو د خېبر پښتونخوا څخه د سېنېټ غړي نه وي ټاکل شوي تر هغې دې د چيرمېن او مرستیال چیرمېن ټاکنه وځنډول شي .
هغه ویلي د پښتونخوا له نمایندګۍ پرته د سینیټ د چيرمېن او مرستیال چئیرمین ټاکنه غیر اییني ده.
د پاکستان الیکشن کمیشن په دویم اپریل د خېبر پښتونخوا نه د سینیټ په 11څوکیو انتخابات ځنډولي او ويلي یې وو چې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ په ځانګړو څوکیو ټاکل شوو غړو تر څو سوګند نه وي کړی نو تر هغې صوبې نه د سېنېټ غړي نه شي ټاکل کیدای.
Forum