لاس رسیدونکی لینک

 
افغانستان او پاکستان کې په کلک امنيت کې وړوکی اختر نمانځل کيږي
تازه خبر

افغانستان او پاکستان کې په کلک امنيت کې وړوکی اختر نمانځل کيږي


افغانستان او پاکستان کې په کلک امنیت کې وړوکی اختر نمانځل کیږي، د افغانستان پلازمېنې کابل په ګډون د هیواد په ګڼو ښارونو کې د امنيت په ‏موخه د موبايل ټيليفون سروس ځنډول شوی وو.

پاکستاني چارواکو په ملک کې د ګرانۍ او اقتصادي بدحالۍ له امله په شتمنو خلکو غږ کړی، بې وسه ‏خلک دې ځان سره په خوشالیو کې شامل کړي.‏

د وي او اې اشنا د خبر ترمخه، په کابل کې د وړوکي اختر په مهال د جوماتونو څنګ ته سړکونه تړل شوي، کلک امنیتي ګامونه پورته کړل شوي، د طالبانو ‏امنیتي ځواکونه په سړکونو ولاړ، تلاشۍ یې کولې.‏

ويل شوي، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده هم په کندهار کې په سخت امنيت کې د اختر نمونځ کړی دی.‏

د واکمنو طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد ويلي، په کندهار کې په زرګونو کسانو د ملا هبت الله اخوند په امامت کې د اختر نمونځ ادا کړی دی.‏

د پاکستان صدر اصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف د وړوکي اختر په ورځ د اختر مبارکي ویلې او په خلکو یې د يووالي غږ کړی دی.‏

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ویلي، اختر د خواخوږۍ، ورورولۍ او ټولنه کې د امن او خوشالۍ نوم دی.‏

نوموړي غږ کړی، ګرانۍ او ملکي اقتصادي حالاتو ته په کتو سره دې شتمن خلک په خپل چاپېرچل کې غريب بې وسه خلک د ځان سره په خوشالو کې ‏شامل کړي.‏

شهباز شريف ویلي، د ملک د امنيت دپاره قربانۍ ورکوونکو ته د عقيدت پيروزنې وړاندې کوي.‏

د پاکستان وزيراعظم په شتمنو خلکو د غريبو خلکو سره د مرستې کولو غږ په داسې حال کې کړی چې پاکستان د تېرې اوږدې مودې نه د اقتصاد او امنیت ‏د مسلو سره مخ دی، څيړونکي وايي د شهباز شريف حکومت ته تر ټولو غټ چېلنجونه د اقتصاد او امنيت ور په غاړه دي.‏

پاکستان کې په وروسيتو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي، او د اقتصاد ښه کولو دپاره د نړيوالې مالياتي ادارې نه پورونه اخلي. اقتصاد پوهان وايي، د ‏پاکستان اقتصاد په قرضونو انحصار لري.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG