واشنګټن – د حماس ستر مشر اسمعیل هنیه د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، اسرایلو په غزې پټۍ کې د هغه درې زامن او دوه لمسیان په یو هوایي برید کې وژلي دي.
د اسرایلو پوځ دا تایید کړې چې دوی دغه برید کړی او ویلي یې دي چې درې واړو وروڼو په حماس ډله کې فعالیت درلود.
په منځني ختیځ کې خبري رسنیو راپور ورکړی چې د حماس د رهبر اسمعیل هنیه درې زامن، هازم، امیر او محمد هنیه د غزې ښار د کډوالو شاتي نومي کمپ ته نېږدې د کورنۍ له نورو غړو سره په موټر کې وو چې پرې برید وشو.
اسمعیل هنیه چې خپله هم په اصل کې د شاتي سیمې څخه دی او دا مهال په قطر کې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي.
هنیه له الجزیرې خبري چاینل سره په یوې مرکه کې د خپلو دریو زامنو او ځینو لمسیانو وژنه تایید کړه خو وویل، چې د هغوی وژل کېدل به له اسرایلو سره د اوربند په مذاکراتو کې د حماس پر غوښتنو باندې کوم اغېز و نه کړي.
د حماس رسنیو راپور ورکړی چې په دغه برید کې د هنیه دوه لمسیان هم وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی.
هنیه الجزیره ټي وي ته وویل، "زمونږ غوښتنې ښکاره او مشخصې دي او مونږ به په هغو کې کوم جوړ جاړی و نه کړو."
هغه وړاندې وویل، "دوښمن به په غلط فهمۍ کې وي که فکر وکړي چې د مذاکراتو په اوج کې زما د زامنو په ویشتلو او مخکې له دې چې غورځنګ خپل ځواب واستوي، حماس دې ګواکې خپل دریځ بدل کړي."
اسرایلو دا تایید کړې چې دوی دغه برید کړی په کوم کې چې د حماس د رهبر زامن وژل شوي او ویلي یې دي چې دوی ټول د حماس د پوځي څانګې کسان وو.
حماس د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې د اسرایلو لخوا د اوربند وړاندیز لولي خو حماس غواړي چې اسرایل دې خپل ټول سرتېري له غزې څخه وباسي او جګړه دې پای ته ورسوي، خو اسرایلو دا غوښتنې رد کړې دي.
د لنډ مهالي اوربند لپاره دغه مذاکرات د اونیو راهیسې بې له کومې پایلې غځېدلي دي.
امریکا د نهې یا سې شنبې په ورځ په حماس زور راوړ چې د جګړې د درېدو لپاره دې د شپږو اونیو د اوربند وړاندیز ومني، شاخوا سل هغه برمته شوي کسان دې خوشې کړي چې حماس د غزې په تونلونو کې ساتلي او په بدل کې به یې په سلګونو فلسطینیان د اسرایلو له زندانونو څخه خوشې کېږي.
Forum