پاکستان کې د موسمياتو محکمې په خېبرپښتونخوا، بلوچستان او ملک په نورو برخو کې د 15م اپرېل پورې د زورورو بارانونو له امله په برنو غرييزو علاقو کې د غرونو ښوېدو او سېلابونو راتلو امکان څرګند کړی دی.
د موسمياتو محکمې د لسم اپرېل نه د ملک په برنو علاقو کې د لويديځو هواګانو داخلېدو او بيا د 12م اپرېل (نن د جمعې) د ورځې نه د لويديځو هواګانو د بلې لړۍ داخلېدو ويلي چې تر 15م اپرېل پورې به وي.
د موسمياتو محکمې د 15م اپرېل پورې د خېبرپښتونخوا په چترال، دير، سوات، اېبټ اباد، مانسهره، هري پور، کوهستان، شانګله، بونير، ملاکنډ، وزيرستان، کوهاټ، لکي مروت، بنو، ډېره اسماعيل خان، باجوړ، مومند، کرک، خېبر، پېښور، چارسده، نوښار، صوابۍ، مردان او کورمه کې چې د زول تېزې سيلۍ، په دمې دمې سره د باران او دنګو غرونو باندې د واورې امکان څرګند کړی دی.
ويل شوي، د 13م نه تر 15م اپرېل پورې په ځینو ځايونو کې زورور باران او ږلۍ هم امکان لري.
خېبرپښتونخوا کې د مارچ د میاشتې په وروستيو درېو ورځو کې د زورورو بارانونو او ږلۍ له امله پېښو کې لږ تر لږه 10 کسان مړه او 12 ژوبل شوي وو، په مړو کې اته ماشومان او دوه ښځې وې.
د موسمياتو د محکمې ترمخه، د 12م نه تر 14م اپرېل پورې د بلوچستان په ژوب، شېراني، بارکهان، موساخېل، لورالايي، زيارت، کوټه، چمن، پشين، قلعه عبدالله، قلعه سېف الله، قلات، خضدار، چاغي، پنجګور او ګوادر پورې د زورورو بارانونو امکان دی.
د موسمياتو محکمې د بارانونو له امله د خېبرپښتونخوا په برنو علاقو او دریای کابل کې د سېلابي حالاتو جوړېدو اندېښنه څرګنده کړې او غرييزو برنو علاقو کې یې د غرونو ښوېدو هم ويلي دي.
فصلونو او کمزورو ودانیو ته د تاوان اوښتو او سېلګرو ته د 13م نه تر 15 پورې د غېر ضروري سفر څخه د ډډې کولو ويل شوي دي.
خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې خلکو ته د احتياط کولو او اړونده ادارو ته د چمتووالي لارښوونه کړې ده.
د موسمياتو محکمې په اسلام اباد د پنجاب او سيند صوبې په زياترو برخو کې هم د 15م اپرېل پورې د بارانونو امکان څرګند کړی دی.
Forum