پاکستان کې د ډيزلو او پټرولو بیعې نورې سېوا کړل شوي، د نوو قيمتونو ترمخه یو ليټر ډيزل 8.14 روپۍ او پټرول 4.53 روپۍ ګران کړل شوي دي. له دې وړاندې د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه پاکستان کې پټرول ګران کړل شوي، د يو ليټر پټرول قيمت نهه روپۍ 66 پېسې سېوا کړل شوی وو.
د پاکستان د خزانې وزارت د تيلو د قيمتونو سېوا کولو په اړه اعلاميه خپره کړې او ویلي يې دي، په نړیوال مارکيټ کې د تیلو د بیعو ګرانېدو سره پاکستان کې تيل ګران کړل شوي دي.
د تيلو د بيعو ګرانولو سره د يو ليټر پټرولو بيعه 293.94 روپو ته او د ډيزلو بیعه 290.38 روپو ته رسېدلې ده.
د خزانې وزارت ويلي، د د يلو او ګېس د انتظام ادارې (اوګرا) په سپارښتنه د تیلو بيعې سېوا کړل شوي او د نن 16م اپرېل څخه به نوي قيمتونه عملي کيږي.
د نور کله په څېر د تیلو بيعو سېوا کېدو ته په ټولنيزو رسنیو غبرګون ویل شوی او په حکومت نيوکې شوي دي.
د عمرملک په نوم تن په اېکس (پخواني ټویټر) ویلي، "د چا چې هر څه مفت دي په هغو هيڅ فرق نه کوي که پټرول څلور روپۍ ګرانيږي او که 40 روپۍ، د ولس ټېکس خورئ او ولس ذليله کوئ".
د بشرا صدیقي په نوم اېکس هېنډل نه ليکل شوي، "يو ځل ولس ووژنئ، هره ورځ یې وژنئ. هره ورځ د بجلۍ، ګېس او پټرولو په قيمتونو کې د اضافې کولو په ځای په يو ځای مونږ ټول په بم ووژنئ. هسې مننه د چا پکار ده، د حکومت که د هغوی د راوستونکو".
پاکستان کې هر 15 ورځې وروسته د تیلو نوي قيمتونه ټاکل کيږي.
له دې په 16م مارچ د پټرولو په بيعه کې هیڅ بدلون نه وو شوی، د يو ليټر پټرولو بيعه 279.75 روپۍ په ځای ساتل شوې وه او ډيزل 1.77 روپۍ ارزان کړل شوي وو.
خو له دغې وړاندې د مارچ په لومړۍ نېټه پټرول څلور روپۍ او 13 پېسې ګران کړل شوي او د ډیزلو بيعه په ځای ساتل شوې وه.
د اقتصاد پوهانو په خبره د تیلو ګرانېدو سره هر ډول توکي ګرانيږي.
Forum