د ملګرو ملتونو متعلقه د ماشومانو دتحفظ اداره (یونېسف) وایي چې موسمي بدلون په پاکستان کې ماشومانو باندې ناوړه اثرات غورځولي دي او په کار ده چې د دوی تحفظ دپاره دې فوري ګامونه واخېستلی شي.
په پاکستان کې د یونېسف ادارې استازي عبدالله فاضل چې د ځمکې د نړېوالې ورځې په مناسبت یې بیان ورکړی، ویلي دي چې په پاکستان کې اوس اوس چې غیرموسمي کوم اورښتونه کیږي، یو ځل بیا یې د ماشومانو ژوند د سختې خطرې سره مخ کړی دی.
فاضل پخپل بیان کې ویلي دي: "دا په ۲۰۲۲ کال کې د تباه کنه المیې یاد راتازه کوي، کوم کې چې پنځه سوه ماشومان هغه مهال مړه شوه چې د سند صوبې په جنوبي علاقو کې د لسو کالو په اندازه بارانونه یو دم واورېدل."
هغه زیاته کړې چې د پراخو مرستو باوجود هم د ۲۰۲۳ کال تر ډسمبر میاشتې پورې په سیلاب ځپلو سیمو کې نهه اعشاریه شپږ (۹.۶) میلینه ماشومانو بشري امداد ته ضرورت درلودلو.
د پاکستان د موسمیاتو د ادارې ترمخه په پاکستان کې په روانې اپریل میاشت کې د بارانونو زیاتوالی د موسمي بدلون لامل دی.
خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې زیات بارانونه شوي. په خیبر پښتونخوا کې په بارانونو کې ۹۰٪ زیاتوالی لیدلی شوې. چې د اپریل په میاشت کې په تیرو ۳۰ کلو کې تر ټولو زیات بارانونه دې.
تر دې وړاندې په ۲۰۲۲ م کال کې کیدونکو د بارانونو له امله د پاکستان دریمه برخه سیلاب کې ډوبه شوې وه، چې ۱۷۳۹کسان یې مړه کړي او هیواد ته یی د ۳۰ بیلینو ډالرو زیان اړولی وو، چې پاکستان یې لا هم د بیارغونې هڅې کوي.
ماشومانو ته خطره
د یونېسف د استازي وینا ده چې پاکستان کې د سختې ګرمې له امله د ماشومانو بدن ته د حرارت له امله خطرې مخې ته راغلي او همدا راز د موسمي بدلون له کبله چې هوا خېچنه کیږي، نو د لویانو په نسبت، په ماشومانو باندې یې اثرات زیات دي. فاضل ویلي چې "د پنځو کلونو نه د ښکته عمر پاکستاني ماشومانو کې خواوشا دوولس فیصدي مرګونه د هوا د خېچنوالي له امله دي."
د یونېسف استازي د پاکستان د غټ سېند انډوس/اباسین په صورتحال هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي: "طاقتوره دریای سېند د پاکستان خلکو او ماشومانو ته حیاتي ارزښت لري، مګر اوس د موسمي بدلون، غفلت، غلط استعمال، خېچنوالي، زیاده استحصال او په کې د زهرجنو خځلو د اچولو له کبله په خطره کې دی."
د ملګرو ملتونو ادارې، یونېسف ټینګار کړی چې په کار ده پاکستان کې د موسمي بدلون د اثراتو مقابله او د ماشومانو تحفظ کې کوششونه سېوا کړی شي. د دې دپاره، د یونېسف استازي طریقه کار هم تجویز کړی او هغه دا چې، "مونږ باید د کوېلې او فوسیل فیولز پیداوار نقصان رسوونکي لوګي (ګرین هاوس ګېس) راکم کړو چې ورسره د ځمکې تحفظ وشي." هغه دا منلې چې اکثره دغه قسم ګېسونه، د مالدارو ملکونو پیداوار دی، مګر زیاته کړې یې ده چې په دې برخه کې باید ټول ملکونه په اتفاق کار وکړي.
د یونېسف استازي همدا راز وړاندیز کړی چې د موسمي بدلون او په ښځو او ماشومانو باندې یې د ناوړه اغېزو د مقابلې دپاره په کار ده پالیسۍ او قوانین جوړ کړی شي. هغه دا هم ویلي چې په کار ده د ماشومانو د غذائیت د معالجې، هغو ته د نویو سکولونو، صحت مرکزونو او بیت الخلآوو د جوړولو دپاره سرمایه کارۍ وشي.
Forum