لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو بندیزونو سره د مخ ښځو د ژوند تېرولو یواځینۍ لاره واړه کاروبارونه دي


واشنګټن – زوهل اکبري چې د افغانستان په هرات ولایت کې یې یوه نانوايي پرانیستې، ښځو ته کار ورکوي، "چې هغوی خپل ځان، کورنیو او خپلې روغتیا ته یو څه وکړای شي."

اغلې اکبري امریکا غږ ته وویل، چې له هغې سره د یولسو کارکونکو مېرمنو څخه یې اکثرو پوهنتونونه لوستي، خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له راتګ وروسته یې خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د طالبانو تر واک لاندې، پر ښځو باندې بندیز دی چې په عامو دفترونو او انجیوګانو کې کار وکړي، منځنۍ او لوړې زده کړې وکړي او یا هم له نارینه خپلوانو پرته لېرې سفرونه وکړي.

دغه ډول ښځې نشي کولای چې پارکونو، حمامونو او جېمونو ته ولاړې شي.

که څه هم طالبانو ویلي، چې دوی په خصوصي سکتور کې د ښځو له کار کولو سره کومه ستونزه نه لري خو هغوی د سینګارتونونو په څېر په ځینو کاروبارونو باندې هم بندیزونه لګولي دي.

طالبانو تېر کال سینګارتونونه چې په لسګونو زره ښځو پکې کار کاوه وتړل.

اکبري وايي، "ډېرې ښځې مونږ ته د کار کولو لپاره راځي خو مونږ نورو ته کار نشو ورکولای."

د ملګروملتونو د پراختیايي ادراې لخوا په یو راپور کې چې تېره اونۍ خپور شوی راغلي دي، چې له ستونزو او ننګونو سره سره د ښځو لخوا واړه کاروبارونه په افغانستان کې د ښځو لپاره یو ژوند ژغورونکی کار دی.

د یادې ادارې لخوا له شاخوا ۳۱۰۰ مېرمنو سره د ترسره شوې سروې په راپور کې راغلي دي چې ۶۶ فیصده ښځو د تجارتي فعالیتونو د زیاتوالي خبر ورکړی.

د اسیا او پاسپېک سیمې لپاره د یو ان ډي پي مشرې کانې وېګناریجا وویل،

"تاسو د دې ښځو هلې ځلې وینۍ چې غواړي په تجارتي برخه کې مخکې او لا نورې مخکې لاړې شي."

ګڼې ستونزې

وېګناریجا امریکا غږ ته وویل، د ښځو کاروبارونه له ډول ډول ستونزو سره هم مخ دي.

"اول د کافي پیسو درلودل. دوهم نوې وړتیاوې او مهارتونه او دریم د هغوی خوځښت. هغه توانايي چې هغوی په فزیکي توګه شاخوا وګرځي، مارکیټ وګوري او حتی له پولې واوړي او له افغانستان څخه د باندې ورپسې لاړې شي."

د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنعت د خونې مشره سلما یوسفزۍ امریکا غږ ته وویل، چې له دوه کاله مخکې څخه چې طالبانو واک ونیوه او د ښځو اکثره تجارتونه وتړل شول، په سوداګرۍ او کاروبار کې دا مهال د ښځو شمېر زیات شوی.

یوسفزۍ وویل، چې د دوی له ادارې سره د ښځو ۹۱۲۶ تجارتونه راجستر دي او د ښځو راجستر او نه راجستر شوي تجارتونه ۱۲۰۰۰۰ ته رسېږي."

هغې وړاندې وویل، د ښځو کاروبارونه "زیات د غالۍ (قالینو) اوبدلو، جامو ګنډلو، ګاڼو یا زیوراتو، د میوو په پروسس او د ذراعت په نورو برخو کې دي."

یوسفزۍ دا هم وویل، چې په افغانستان کې د کاروبار کونکو ښځو لویه ستونزه د خپلو تولیداتو لپاره د مارکېټ نه شتون دی او دوی نورو بهرنیو مارکیټونو ته لاره نه لري.

"له هېواد څخه د باندې مارکېټ ته صادرات نشته او هېڅ هېواد افغانو سوداګرو مېرمنو ته ویزې نه ورکوي."

هغه ښځې چې د طالبانو لخوا له خپلو حقونو څخه محرومې شوي له زهني ناروغیو سره مخ دی

د هرات یوه اوسېدونکې عادله غفاري وايي، په کور کې له یو کال زیات وخت پاتې کېدو وروسته یې په یوې نانوایۍ کې کار پیدا کړی.‌

هغه له پوهنتون څخه د تاریخ په څانګه کې فارغه شوې. هغې غوښتل چې د تاریخ ښونکې شي او په حکومت کې کار وکړي.

مېرمن غفاري وویل، "ما غوښتل چې له فراغت وروسته د تاریخ د یوې ښونکې او یا د حکومت د یوې مامورې په توګه کار وکړم. خو هغه نشم کولای."

هغه زیاتوي، "اوس زه دلته له کار کولو پرته بله هېڅ لاره نه لرم."

هغې وړاندې وویل، "زه باید دا ووایم چې دا بیا هم په کور کې د همداسې ناستې نه چې هېڅ هم نه کوې ډېره ښه ده."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG