واشنګټن – اسرایلي ځواکونو د نهې یا سې شنبې په ورځ په غزه کې خپل بریدونه زیات او پراخ کړي.
له نن سره په غزه کې د حماس پرضد د اسرایلو روان عملیات ۲۰۰ مې ورځې ته داخل شوي.
د سیمې خلکو د تېرو څو اونیو په پرتله د ډېرې درنې بمبارۍ خبر ورکړی او همدارنګه وايي، چې اسرایلي ځواکونو پکې له نورو خلکو هم غوښتي چې له سیمې څخه ووځي.
اسرایلي ځواکونه د غزې شمالي برخې د جګړې خطرناکې سیمې بولي.
د اسرایلو د پوځ ویاند اویچې ادرې په اېکس یا پخواني ټوېټر باندې له خلکو څخه غوښتي چې د غزې د شمالي څنډې بیت اللحیه څخه دې ووځي او ټاکل شویو سیمو ته دې ولاړ شي.
اسرایلو ویلي چې دوی به له پلان سره سم مخې ته ځي او "د ترهګرو د بنسټیزو اډانو او تخریبي عناصرو پسې به له زیات ځواک سره کار کوي."
د اسرایلو د پوځ دا حکم د اسرایلو د دفاعي چارواکو د هغو څرګندونو څخه څلور میاشتې وروسته شوی چې ویلي وو نور ترهګر د دغې سیمې کنټرول نه لري.
په ورته وخت کې د غزې په جنوبي او مرکزي برخو کې هم د زیاتو بریدونو راپور ورکړل شوی په داسې حال کې چې د اسرایلو وزیر اعظم بین یمین نتن یاهو په رفح باندې د برید ګواښونه کوي.
په رفح کې کابو ۱.۵ میلیونه ملکي فلسطینیانو پناه اخیستې.
د رفح نه اته کیلومټره شمال ته په نېږدې ښار خان یونس کې اسوسیټېډ پریس خبر ورکړی چې نوې خیمې لګول شوي چې له رفح څخه ممکنه بې ځایه کېدونکي خلک پکې دېره شي.
اسوسیټېډ پریس د غزې د روغتیا وزارت د یو چارواکي له خولې خبر ورکړی چې دا خیمې د دې لپاره لګول شوی چې هغه ملکیان پکې دېره شي چې دا مهال په روغتون کې پراته دي.
Forum