لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن او د اوولسو نورو ملکونو مشرانو له حماس نه وغوښتل چې یرغمل شوي تنان دې آزاد کړي


په تل ابیب کې په یو دېوال باندې د هغو یرغمل شوو کسانو عکسونه چې تر اوسه د حماس په ولقه کې پاته دي
په تل ابیب کې په یو دېوال باندې د هغو یرغمل شوو کسانو عکسونه چې تر اوسه د حماس په ولقه کې پاته دي

د امریکا صدر جو بایډن او د نړۍ اوولسو (۱۷) نورو مشرانو چې خیال کیږي او یا هم معلومه ده د ملک شهریان یې د حماس ډلې سره یرغمل دي، په هغې تندلارې ډلې غږ کړی چې د اسرائیل سره د ډزبندۍ یوه تجویز شوې معامله دې ومني او په فوري توګه دې یرغمل شوي تنان راخوشې کړي.

وایټ هاوس په دې اړه د زیارت/پنجشنبې په ورځ یو بیان جاري کړ او هغه کې د دغو مشرانو د قوله ویلی شوي چې وړاندیز شوې معامله به "په غزه کې یوه فوري او اوږدمهاله ډزبندي پرځای کړي چې له امله به یې په ټوله غزه کې د ضروري بشري امداد په رسولو کې اضافه کولو کې سهولت راولي، او نتیجه به یې د دښمنیو معتبره ختمېدل وي."

د وایټ هاوس په بیان کې ویلی شوي: "د غزې خلک به وکړی شي چې د وړاندې نه آمادګیو سره خپلو کورونو او خپلو ځمکو ته ستانه شي."

د امریکا نه علاوه، دغو اوولس ملکونو کې چې د حماس نه یې دا غوښتنه کړې ده، ارجنټین، اسټریا، برازیل، بلغاریه، کېنېډا، کولمبیا، ډنمارک، فرانس، جرمني، هنګري، پولېنډ، پرټګال، رومانیه، صربیه، سپېن، ټهایي لېنډ، او برطانیه شامل دي.

د زیارت په ورځ د بایډن د انتظامیې یو جګپوړي چارواکي خبریالانو ته وویل چې حماس یو وړاندیز شوې معامله رد کړې ده، او په دې معامله کې ویلی شوي چې حماس دې ښځې، زخمیان، د پاخه عمر کسان، او مریض یرغملان راخوشې کړي او په بدل کې به غزې کې فوري ډزبندۍ قایمه کیږي. دغه چارواکي زیاته کړې چې بیا هم داسې نښې نښانې لیدلی کیږي چې حماس لا اوس هم په دې وړاندیز باندې لګیا دی غور کوي.

مختلف رپوټونه دا وایي چې حماس ډله یوه مکمله ډزبندي غواړي، او مطالبه یې دا ده چې د اسرائیل دفاعي ځواکونه له غزې نه ووځي، بشري امداد کې اضافه راوستلی شي، او د غزې د شمالي علاقو ټولو بېځایه شوو فلسطینیانو ته اجازت ورکړی شي چې په مکمله توګه خپلو ځایونو ته ستانه شي.

حماس ډله څرګندوي چې اسرائیل د غزې اوسېدونکو ته اجازت نه ورکوي چې د محدودیت نه بغیر خپلو کورونو ته ستانه شي ځکه د اسرائيل دفاعي ځواکونه د غزې د مرکزي علاقې نه ندي په شا شوي.

امریکایي چارواکي زیاته کړې چې حماس ته وړاندیز شوې معامله، د غزې خلکو ته اجازت ورکوي چې د پټۍ شمالي برخو ته "د محدودیت بغیر ستانه شي" او دا هم په کې یادونه شوې چې د ملګرو ملتونو یو مېشن به "د ډزبندۍ په اولو هفتو کې" هغو کسانو ته چې د غزې شمال ته ستانه کیږي، سرپناه او نورې مرستې یقیني کړي.

د نړۍ د مشرانو د بیان له جاري کېدو نه وړاندې، حماس ډلې د شورو/چهارشنبه په ورځ یوه ويډيو خپره کړه چې په کې یو امریکایي-اسرائیلی هېرش ګولډبرګ پولن ښودل شوی دی. داسې ښکاري چې دغه ویډیو اولنی ثبوت دی چې ۲۴کلن هېرش د اکټوبر د ۷مې نیټې د حملې نه، چې په کې سخت زخمي شوی و، ژوندی پاته شوی دی. په هغه نېټې د حماس په ناڅاپي بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول.

حماس، چې امریکا هغه د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل کړی، په هغه ورځ قریب دوه نیم سوه نور کسان یرغمل یووړل چې وروسته بیا په نوامبر میاشت کې یو شمېر یې آزاد کړی شول. د حماس حملې ته په جواب کې اسرائیل په غزې حمله وکړه چې نتیجه کې یې د ۳۴۰۰۰ زیات فلسطینیان ووژل شول او اکثره یې اولسي خلک، ښځې او ماشومان و. دغو حالاتو په منځني ختیځ کې کشیدګۍ اضافه کړې.

د اکټوبر په ۷مه چې کومه وېډیو جوړه شوې وه، هغه کې معلومېده چې هېرش ګولډبرګ پولن د حماس کسانو یرغمل کړی، او یو لاس یې احتمالآ په بم کې الوتی دی. تېره شورو/چهارشنبې چې د هغه نوې وېډیو راووته، هغه کې ښکاري چې د هېرش د چپ/ګڅ لاس یوه برخه نشته.

د امریکا صدر بایډن او د نړۍ د اوولسو نورو ملکونو مشرانو د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل چې هغوی د روان وساطت یا منځګړیتوب کلک ملاتړ کوي. دغو مشرانو زیاته کړې: "راځئ دا بحران داسې ختم کړو چې په ګډه سره مونږ وکړی شو خطې ته د امن او استحکام په راوستلو باندې کوشش وکړو."

د امریکا د انتظامیې جګپوړي چارواکي د مذاکراتو د ناکامه پاته کېدو ذمه واري د حماس په مشر یحیی سنوار وغورځوله. چارواکي وویل، دا چې حماس به د ډزبندۍ معامله ومني او که نه په دې کې سنوار "آخري فیصله کوونکی" دی.

دغه چارواکي د هغو رپوټونو د تصدیق کولو نه ډډه وکړه چې وایي سنوار په دې وروستو کې د لنډې مودې دپاره د ځمکې لاندې سمڅو یا ټنلونو نه راوتلی او د ځمکې پر سر خپلو جنګیالیو سره یې لیدلي دي.

امریکایي چارواکي وویل: "سنوار باندې به انصاف عملي کیږي."

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG