د پاکستان د سپريم کورټ چیف جسټس قاضي فايز عیسا ویلي، " د کله نه چې چيف جسټس جوړ شوی يم، ماته د هايکورټ يو جج هم شکايت نه دی کړی چې په کار کې یې لاسوهنه شوې ده، او که چرته لاسوهنه شوي وي، ماته یې رپورټ نه دی شوی".
د پاکستان چیف جسټس قاضي فايز عيسا دغه خبره د سيند هايکورټ د وکیلانو اتحادیې ته په وينا کې کړې ده.
قاضي فايز عيسا د تېر کال په 17م ستمبر د پاکستان د 29م چيف جسټس يا مشر قاضي په حېث سوګند پورته کړی وو.
د اسلام اباد هايکورټ شپږو ججانو په 26م مارچ جوډيشل کونسل ته په ليکلي خط کې غوښتنه کړې وه، په عدالتي چارو کې د استخباراتي ادارو د لاسوهنې په سر دې جوډيشل کنونشن راوبلل شي.
په لومړي اپرېل چيف جسټس په دغه معامله ازخود نوټس اخستی او د قضيې د اورېدنې دپاره یې د اووه کسيزه ججانو لارجر بنچ يا ډلې جوړولو پرېکړه کړې وه.
په ياده معامله وزيراعظم او چيف جسټس هم ليدلي او وروسته د يو کمېشن جوړولو ويل شوي، جسټس (ر) تصدق حسېن جېلاني د کمېشن مشر جوړ کړل شوی خو هغه ترې معذرت کړی وو.
چيف جسټس ویلي، په عدالتي چارو کې د لاسوهنې څومره پېښې چې شوي د هغه د چیف جسټس جوړېدو نه وړاندې شوي دي.
نوموړي زياته کړې، "لاسوهنه به ونه زغمل شي".
د لاهور هايکورټ د ججانو د خط وروسته د هايکورټ او سپريم کورټ ججانو ته په مرموزو لړلو پوډرو خطونو ترلاسه کېدو خبرونه مخې ته راغلي وو.
د رپورټونو ترمخه، په عدالتي چارو کې د استخباراتي ادارو د چارواکو د لاسوهنې د تورونو ضد از خود نوټس اورېدنې دپاره بل عدالتي بنچ جوړ کړل شوی دی.
ويل شوي، د چيف جسټس په مشرۍ به د شپږ کسيزه ججانو بنچ په 30م اپرېل د قضيې اورېدنه کوي.
له دې نه په وړاندینۍ اورېدنه سپريم کورټ د هایکورټ عدالتونو نه علاوه د پاکستان بار کونسل او سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن څخه د استخباراتي ادارو د لاسوهنې په اړه وړانديزونه غوښتي وو.
Forum