لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رویټرز: د نیویارک پولیس د فلسطین پلوو لاریونونو پر وخت کولمبیا پوهنتون ته ننوتي دي


پولیس کولمبیا پوهنتون ته د ننوتلو پر وخت. د اپرېل ۳۰مه.
پولیس کولمبیا پوهنتون ته د ننوتلو پر وخت. د اپرېل ۳۰مه.

واشنګټن- رویټرز خبري رسنۍ خبر ورکوي چې د نیویارک پولیس د نهې یا سې شنبې په ماښام د کولمبیا پوهنتون انګړ ته ننوتي چې هغه فلسطین پلوي لاریون کونکي سره تیت کړي چې د پوهنتون یوه ودانۍ یې نیولې وه.

لاریون کونکو د پوهنتون د ایوي لیګ سکول له اداري چارواکو سره په غزه کې د اسرایلو د جګړې پرضد د راپورته شویو نېږدې دوه اونیو شخړې وروسته ونیوله.

د امریکا په ټي وي چاینلونو باندې خپرېدونکي تصویرونه ښيي، چې پولیس په برني منهاتن کې د پوهنتون هغې برخې ته ننوځي کومه چې د زده کونکو لخوا د روانو لاریونونو مرکز بلل کېږي.

د کولمبیا د پوهنتون په ګډون د امریکا په لسګونو نورو پوهنتونونو کې هم په غزه کې د اسرایلو د جګړې پرضد احتجاجونه روان دي.

پولیس چې د احتجاج ضد سمبال شوې جامې یې په تن وې د پوهنتون ودانۍ ته په ننوتلو سره وویل، "مونږ یې پاکوو."

په ورته وخت کې په لسګونو نور پولیس د لاریون کونکو خیمو لوري ته لاړل.

په پوهنتون کې تر اوسه پاتې شویو زده کونکو ورته د "شرم! شرم!" نارې وهلې.

د کولمبیا د پوهنتون چارواکو د نهې یا سې شنبې وختي ګواښ کړی وو چې هغه زده کونکي به له زده کړو بهر کړي چاچې د همېلټن هال نیولی وو.

نیویارک ټایمز: پولیسو د کولمبیا پوهنتون نیونکي محصلین نیولي دي

پولیسو د هغو لاریون کونکو د لېرې کولو چارې پیل کړي چاچې په کولمبیا پوهنتون کې د همېلټن هال نیولی وو.

دې ته ورته په ټوله امریکا کې په پوهنتونونو کې زده کونکي د پولیسو لخوا نیول شوي دي.

نیویارک ټایمز خبر ورکړی چې په کولمبیا پوهنتون کې هم پولیسو د نهې یا سې شنبې په شپه باندې د فلسطین پلوو لاریون کونکو زده کونکو د نیولو بهیر پیل کړی.

دا نیول شل ساعته وروسته له هاغې کېږي چې لاریون کونکو د پوهنتون یوه ودانۍ نیولې وه.‌ لاریون کونکو وروسته له هاغې په پوهنتون کې ودانۍ ونیوله چې پولیسو په منهاتن کمپس کې دوه اونۍ مخکې تر سلو زیات لاریون کونکي ونیول.

د پولیسو دې اقدام زده کونکي په غوصه کړل او سمدستي اکثرو زده کونکو نوې خیمې ولګولې. تر هغې راوروسته د زده کونکو د خیمو شمېر په زیاتېدو دی.

د نیویارک ټایمز د شمېرو له مخې، د امریکا په پوهنتونونو کې په غزه کې د اسرایلو د جګړې پر خلاف په روانو لاریونونو کې ت اوسه پورې تر زرو زیات لاریون کونکي نیول شوي دي.

په امریکا کې احتجاج کونکو د کولمبیا پوهنتون ودانۍ نیولې، له اسرایلو څخه د جلاوالي غوښتنه کوي

په امریکا کې د روانو ناکراریو په بهیر کې فلسطین پلوو لاریون کونکو د نهې یا سې شنبې په ورځ د امریکا په نیویارک ایالت کې په کولمبیا پوهنتون کې یوه ودانۍ نیولې وه.

لاریون کونکو په غزه کې د اسرایلو د روانو عملیاتو پر ضد په خپل احتجاج کې له اسرایلو څخه د خپل پوهنتون د جلاوالي غوښتنه کوله.

احتجاج کونکي د پوهنتون همېلټن هال ته ننوتي وو کوم چې د ۱۹۶۰ مې لسیزې راهیسې په پوهنتون کې د احتجاجونو مرکز دی.

د کولمبیا پوهنتون مشرې مینوچې شفیک څخه له احتجاجونو سره د هغې د چلند له امله د ګوښه کېدو غوښتنې کېږي.

اغلې شفېک د ګل یا دوشنبې په ورځ په یو بیان کې هغه غوښتنې غندلي چې پکې د تاوتریخوالي غوښتنه شوې او یو ځل بیا یې د پوهنتون د ژمنتیا یادونه کړې، چې "علمي ازادۍ او د ټولنې ټولو غړو ته د دې حق باوري کول دي چې د خپلو زهنونو د څرګندولو حق ولري."

شفېک له دې ټینګار سره چې له اسرایلو به نه جلا کېږي وویل، د دې پر ځای به پوهنتون

"له زده کونکو څخه د نویو وړاندیزونو چټکه ارزونه کوي د هغې ادارې لخوا چې د جلاوالي په مسلو باندې غور کوي."

د پوهنتون د یوې ودانۍ نیول

د همېلټن هال نیول وروسته له هاغې شوي چې پوهنتون د ګل یا دوشنبې په ورځ د هغو زده کونکو ویستل پيل کړي وو چاچې د ماسپښین تر دوه بجو پورې خپل خیمې کوزې کړې نه وې.

د ودانۍ د ښیښیي دروازو له ماتولو او په زنځیر له تړلو وروسته زده کونکو بیا له پورته منزل څخه په یو ځړولي بینر باندې لیکلي وو چې "د هند هال".

لاریون کونکو ویل چې هند یو "شپږ کلن فلسطینی ماشوم و چې په غزه کې د اسرایلي یرغلګرو ځواکونو لخوا وژل شوی کوم چې د کولمبیا پوهنتون لخوا پیسې ورکړل شوي."

اسرایل د حماس پرضد جګړه کې د ملکیانو په نخښه کول ردوي او ادعا کوی چې حماس له ملکي وګړو څخه د ډال په توګه کار اخلي.

خو د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په غزه باندې د اسرایلو د عملیاتو د پیل راهیسې تر ۳۵۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.‌

اسرایلو وروسته له هاغې د حماس پرضد په غزه کې هوايي‌ او ځمکني عملیات پیل کړل چې حماس د اکټوبر په اوومه نېټه په اسرایلو باندې برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ یې له ځانه سره وتښتول.

د زده کونکو لخوا د همېلټن هال د درې ساعته نیونې نه وروسته د کولمبیا پوهنتون اعلان وکړ چې پوهنتون به د ځايي اوسېدونکو او اړینو مامورینو پرته نور د ټولو خلکو پر مخ تړلی وي.

زده کونکو د کولمبیا د پوهنتون د دروازې مخې ته په غزه کې د جګړې پرضد شعارونه ورکول
زده کونکو د کولمبیا د پوهنتون د دروازې مخې ته په غزه کې د جګړې پرضد شعارونه ورکول

په زده کونکو باندې د دغو احتجاجونونو پر سر ځینو امریکايي چارواکو نیوکې کړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، "په زور سره د پوهنتون د یوې ودانۍ نیول یوه ډېره غلطه طریقه ده."

هغه وویل، "دا د سولیز لاریون یوه بیلګه نه ده."

هغه زیاته کړه، "مونږ د بیان په ازادۍ باندې باور لرو او په دې حق چې په سیاستونو او نظریو باندې د احتجاج حق چې تاسو غواړۍ احتجاج وکړئ، تاسو یې باید سولیز وکړئ."

ولسمشر جو بایډن تېره اونۍ دا غندلي وو او دې ته یې "د یهودانو پرضد احتجاجونه" ویلي وو چې د "هغو لخوا کېږي چې نه پوهېږی چې له فلسطینیانو سره څه روان دي."

په ټوله امریکا کې لاریونونه

د امریکا په ډېرو ایالتونو کې په غزه کې د اسرایلو د جګړې پرضد احتجاجونه کېږي.

د‌ ټکساس په اسټن پوهنتون کې د ګل یا دوشنبې په ورځ په لسګونو زده کونکو باندې د پولیسو لخوا د مرچکو سپرې ګانې وکارول شوې.

دغه ډول په کل پولي همبولت پوهنتون کې د نهې یا سې شنبې په ورځ زده کونکي نیول شوی‌ هم دي.

د کولمبیا د پوهنتون مخې ته د فلسطین پلوو لاریون کونکو د لاریون پر وخت اخېستل شوی انځور
د کولمبیا د پوهنتون مخې ته د فلسطین پلوو لاریون کونکو د لاریون پر وخت اخېستل شوی انځور

د ملګروملتونو د بشري حقونو مشر والکر ترک په دې اندېښنه څرګنده کړې چې په امریکا کې د لاریون کونکو پرضد له زور زیاتي څخه کار اخیستل شوی او ویلي یې دي، چې "د بیان ازادي او په سولیزه توګه راټولېدنه د ټولنې له بینادي حقونو څخه دي."

د ملګروملتونو مشر انټونیو ګوټېریش غږ کړی چې "دا ضروري ده چې په ټولو حالاتو کې د بیان ازادي او د سولیزو لاریونونو حق باوري شي."

هغه وویل، "د کرکې بیانونه د منلو وړ نه دي." او زیاته یې کړه، دا د پوهنتون چارواکو پورې اړه لري چې ناکرارۍ کنټرول کړي.

د دې راپور ځینې برخې له رویټرز، اسوشیټېډ پریس او فرانس پریس خبري ادارو څخه اخستل شوې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG