د بلوچستان وتلي سیاستمدار ښاغلي شیخ جعفر خان مندوخیل د بلوچستان د ۲۴م ګورنر په توګه د خپل منصب لوړه کړې ده.
هغه ته تېره ورځ د بلوچستان هایکورټ چیف جسټس محمد هاشم خان د یوې دستورې په ترڅ کې سوګند ورکړی چې په دغه دستوره کې د بلوچستان وزیراعلا سرفراز بګټي، دهغه د کابېنې وزیران، سیاسي اؤ قبیلوي مشران شریک وؤ.
له سوګند کولو وروسته رسنیو سره په خبرو کې ښاغلي مندوخیل ویلي چې هغه به د وفاق اؤ صوبې تر منځ د یو پل په توګه کردار ترسره کوي اؤ بلوچستان ته د پېښو ستونزو په اړه به د مرکزي حکومت سره خبره کوي.
جعفر مندوخیل څوک دی؟
اته شپېته (۶۸) کلن مندوخیل د بلوچستان په پښتنه سیمه ږوب کې زیږیدلی اؤ هم دغلته لوی شوی دی.
د هغه پلار حاجي سعدالله خان مندوخیل هم په سیاست کې برخه درلوده اؤ د پاکستان مسلم لیګ قیوم ډلې یو فعال غړی ؤ.
شیخ جعفر مندوخیل له ډیر وخت راهسې د بلوچستان په سیاست کې یو فعال رول ادا کوي اؤ هغه په ۲۰۰۲، ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳م کلونو کې په عامو ټاکنو کې کامیابۍ ترلاسه کړې وې اؤ د بلوچستان اسمبلۍ غړی ټاکل شوی ؤ.
په کال ۲۰۱۳م کې هغه د ږوب نه د پاکستان مسلم لیګ(ق) په ټکټ د صوبایي اسمبلۍ غړی منتخب شوی ؤ اؤ بیا وروسته په کال ۲۰۲۳م کې د مسلم لیګ (ن) ګوند د بلوچستان صدر ټاکل شوی ؤ چې تر دې دمه په دغه ګوند کې فعالیت کوي.
Forum