د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي، د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د چين سفير جيانګ زي ډونګ سره ليدلي، او د بشام د پېښې په اړه شوي پرمختګ باندې یې ورسره خبرې اترې کړي دي.
په 26م مارچ د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام کې په چينايي انجينيرانو ځانمرګی برید شوی، پينځه چينايي وګړي او پاکستانی ډرايور یې پکې وژل شوي وو.
درې ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف چودري په خبري کانفرنس کې د ياد بريد په اړه ويلي وو، "په دغه بريد کې پينځه چينايي او يو پاکستانی وژل شوي او د دغه بريد منصوبه بندي هم په افغانستان کې شوې، خودکش بمبار هم افغان وګړی وو، پاکستان د دغو پېښو په کلکه غندنه کوي".
د پاکستان د پوځي وياند دعوې ته په ځواب کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي دغه تورونه رد کړي او ويلي يې وو، د خېبرپښتونخوا په يوه داسې سيمه کې، چې "د پاکستان د پوځ د کلک امنيت لاندې ده، د چينايانو وژل کېدل د پاکستاني امنيتي ارګانونو کمزوري او یا هم له حمله کوونکو سره همکاري په ډاګه کوي".
د بشام د پېښې وروسته چین د پاکستان نه د برید د بشپړه پلټنو او د خپلو وګړو د تحفظ غوښتنه کړې وه او هم یې له خپله انده د پېښو پلټنو لپاره یو پلاوی د بیجنګ نه پاکستان ته لېږلی وو.
لس ورځې وړاندې د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې دعوه کړې بشام کې د چین په انجنیرانو شوي ځانمرګي برید کې د ککړتیا په تور یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) څلور ترهګر نیولي دي.
سي ټي ډي دعوه کړې وه، په نيول شوو ترهګرو کې د مرکزي ملزم عادل شهباز تعلق د افغانستان د ننګرهار ولایت جلال اباد سیمې سره، او د نورو پېژندګلو د محمد شفیق قرېشي، زاهد قرېشي او نذیرحسېن په نومونو شوې او د هغوي تعلق د پښتونخوا د مانسهرې سیمې سره دی.
د پوځ ویاند په خبري کانفرنس کې ويلي وو، پاکستان کې خواوشا 29,000 چينايي وګړي موجود دي، په دوی کې خواوشا 25,00 په سي پيک پروژو کار کوي، او 5000 خواوشا په نورو پرمختيايي پروژو کار کوي پوځ او نورې امنیتي ادارې ته تحفظ ورکوي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزیر محسن نقوي ويلي، د بشام پېښه د پاکستان او چين په دوستۍ بريد وو، په پېښه کې ککړ عناصر به په هر صورت منطقي انجام ته رسولی شي.
نقوي د د ډونګ سره په ليدنه کې ويلي، پاکستان کې د چينايي وګړو د امنيت دپاره نوې معياري عملياتي کړنلاره (اېس او پيز) جوړه کړل شوې او په سختۍ پرې عمل کولی شي.
ويل شوي په ليدنه کې د پاکستان د وزيراعظم د چين د سفر د تیاريانو په اړه هم خبرې اترې شوي دي.
Forum