لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قبایلي ضلعو د خاصه دار اؤ لیویز ځواک احتجاج، له مهمند ضلعې وروسته د خېبر د ډي‌ پي او دفتر ته هم قلف واچول شو


د ال فاټا لیویز اؤ خاصه دار ځواک لخوا د تېرې اوونۍ راهdسې روان احتجاج کې نور شدت هم راغلی او له مهمند قبایلي ضلعې وروسته په خېبر کې هم د ضلعي پولیس افسر(ډي پي او) دفتر ته قلف یا جرنده اچول شوې ده.

ډان ورځپاڼې د ال فاټا لیویز اؤ خاصه دار فورس د کمیټې له خولې ویلي چې دوي به د خپلو غوښتنو تر منل کېدو خپل احتجاج ته دوام ورکوي.

د ال فاټا لیویز اؤ خاصه دار فورس لخوا د تېرو پینخو ورځو راهیسې د خېبر ضلعې په باب خیبر مقام احتجاجي پرلت روان دی اؤ دغه ځواکونه وایي که غوښتنو ته یې غوږ ونه نیول شي نو په ټولو قبایلي ضلعو کې به د ضلعي‌ پولیس افسرانو دفترونه وتړي.

د لیویز اؤ خاصه دار ځواکونو کمیټې ویلې چې د قبایلي سیمو صوبه کې د ورګډولو پینځه کاله وشول خو نه دغلته د پولیسي خدماتو نظام په پښو درول شوی اؤ نه دوي ته څه رقم مراعات ورکړل شوي دي.

دوي غوښتنه کوي چې د صوبې د نورو برخو د پولیسو په څېر مراعات دې ورته ورکړل شي.

یادې کمیټې پخپل بیان کې ویلي چې له پینځوو کالو تېرېدو وروسته هم په قبایلي ضلعو کې د دوي ترقۍ د ځنډ ښکار دي.

کمیټې ویلي چې د تېرې اوونۍ راهیسې روان احتجاجي پرلت کې تر اوسه کوم ذمه وار شخص یا اړونده چارواکي برخه نه ده اخیستې اؤ دوي اوس د ټولو قبایلي ضلعو د ډي‌ پي‌ اوز اؤ ایس پیز دفترونو ته د جرندو اچولو پرېکړه کړې ده.

کمیټې زیاته کړې ده چې چارواکي یې د غوښتنو په منلو کې سنجیده نه دي نو ځکه دوي پرېکړه کړې ده چې په دویم پړاؤ کې به د پولیو کمپین لپاره له امنیت ورکولو ډډه کوي.

کمیټې غوښتنه کړې ده چې باید د 22 نکتو ایجنډه یې زر تر زره عملي کړل شي.

وي او ای ډیوه د خاصه دار اؤ لیویز ځواکونو د احتجاج په اړه د خېبر پښتونخوا د پولیسو د مشر د نظر معلومولو لپاره د آي جي سره د ټيلي فون له لارې د تماس نیولو هڅه وکړه خو دغه هڅه بریالۍ نه شوه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG