لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایلو د دفاع وزیر او نتن یاهو له حماس سره تر جګړې وروسته د غزې د کنټرول په اړه جلا نظرونه لري


د اسرایلو د دفاع وزیر له اسرایلي سرتېرو سره
د اسرایلو د دفاع وزیر له اسرایلي سرتېرو سره

واشنګټن – د اسرایلو د دفاع وزیر یاوې ګېلانټ د شورو یا چهارشنبې په ورځ وزیر اعظم بن یمین نتن یاهو ته ګوته نیولې چې په دې کې پاتې راغلی چې له حماس سره د اسرایلو د جګړې له پای ته رسېدو سره د غزې د کنترول لپاره پلان وړاندې کړي.

خو د اسرایلو مشر ویلي، دا به د ترهګرو د ماتېدو پورې بې معنی وي.

د دواړو مشرانو ترمنځ د یوې غیر عادي شخړې په ترڅ کې ګېلانټ په یو ټي وي بیان کې وویل، دی په غزې پټۍ باندې چې ۲.۳ میلیونه فلسطینیان پکې اوسېږي د اسرایلو د پوځي‌ او یا ملکي کنټرول سره مخالف دی.

ګېلانټ وویل، "د اکټوبر راهیسې، زه دا مسله په دوامداره توګه په کابینه کې راپورته کوم او کوم ځواب مې نه دی ترلاسه کړی."

ګېلانټ زیاته کړه، "ما له لومړي وزیر نتن یاهو څخه وغوښتل چې پرېکړه وکړي او اعلان وکړي چې اسرایل به په غزې پټۍ باندې ملکي کنټرول نه رامنځ ته کوي او "د حماس بدیل دې" ژر تر ژر وټاکل شي.

په اسرایلو باندې د حماس لخوا د اکټوبر د اوومې نېټې له برید او بیا په غزه کې د حماس جنګیالیو پرضد د اسرایلو د روانو عملیاتو سره، نتن یاهو په وار وار دا رد کړې چې د جګړې وروسته د غزې د کنټرول او ادارې په اړه پلان وړاندې کړي.

امریکا په غزې پټۍ او لویدیځې غاړې دواړو باندې د فلسطینیانو د ادارې د ساتلو غږ کړی چې فلسطین او اسرایل دې د یو او بل ترڅنګ د دوو هېوادونو په توګه پاتې شي.

خو نتن یاهو او د هغه ښي اړخي واکمن ایتلاف په کلکه د دغه حل مخالفت کړی.

وزیر اعظم ویلي، که حماس په دې خاوره باندې پاتې شي نو اوه میاشتنۍ جګړه هسې "تشې خبرې" وې.‌

نتن یاهو په ټیلېګرام باندې یو بیان کې ویلي، "لومړنی شرط چې میدان به بل چاته پرېښودل کېږي دا دی چې حماس له منځه ولاړ شي او دا به له هر ډول بخښنې پرته کېږي."

ګېلانټ ویلي، په غزه کې د روانو پوځي عملیاتو وروسته باید سیاسي حل وي.

هغه وویل، "حماس پسې ورځ به یواځې د فلسطیني ادارې لخوا د غزې د کنټرول ترلاسه کولو سره کېږي چې نړیوال شریکان به د حماس په بدیل کې حاکم لوری ټاکي."

ګېلانټ وویل، "دا تر هر څه وړاندې د امریکا او د اسرایلو په ګټه دي."

د اسرایلو د لېرې ښې اړخي ملي امنیت وزیر ایتامر بین ګوېر چې د نتن یاهو د واکمن ایتلاف غړی دی د ګېلانټ په نظریې باندې نیوکې کړي.

بېن ګوېر د ګیلانټ په اړه ویلي،‌ چې "د دفاع وزیر چې د اکټوبر په اوومه نېټه ناکامه شوی نن هم ناکامۍ ته دوام ورکوي. د دفاع داسې وزیر باید بدل شي تر څو د جګړې موخې ترلاسه شي."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG