د پاکستان سپريم کورټ د سنېټر فېصل واوډ په خبري غونډه از خود نوټس اخستی او نن د جمعې په ورځ یې عدالت ته طلب کړی دی. واوډا په 15مه مې په يوه خبري غونډه کې د اسلام اباد هايکورټ په ججانو نيوکې کړې او ويلي يې وو، "که یو څوک یې پګړۍ غورځوي نو دوی به یې د پګړې نه فټ بال جوړوي".
د رپورټونو ترمخه د سپريم کورټ د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ به جسټس عرفان سعادت او جسټس نعيم اختر د از خود نوټس اورېدنه کوي.
واواډ په خبري غونډه کې ويلي وو، اسلام اباد هايکورټ ته یې خط ليکلی 15 ورځې وشوې خو ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.
هغه ويلي وو، "يو کال وړاندې څيزونه شوي، يو کال وروسته يادول کيږي نو يو کال وړاندې یې ولې نه ويل؟ اوس به لاسوهنه وشوه، په تورونو کار نه کيږي اوس به ثبوت ورکول وي، چې چا لاسوهنه کړې ده، ولې یې کړې ده، د دې شواهد ورکړئ چې مونږ درسره ودريږو".
د مارچ د میاشتې په وروستيو کې د اسلام اباد هايکورټ شپږو ججانو په عدليه کې د استخباراتي ادارو د ښکاره مداخلې پر ضد سپريم جوډيشل کونسل ته خط ليکلى او غوښتنه يې کړې وه چې د ښکاره مداخلې او په قاضیانو د فشار راوړلو په اړه دې یو قضایي کنونشن راوبلل شي.
دا خط د اسلام اباد هایکورټ دشپږو ججانو جسټس محسن اختر کیاني، جسټس طارق محمود جهانګیري، جسټس بابر ستار، جسټس سردار اعجاز اسحاق، جسټس ارباب محمد طاهر او جسټس تمیم رفعت امتیاز لخوا لیکل شوی وو.
د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د سپريم کورټ د شپږو ججانو بېنچ یا ډله اوس د دغه قضيې اورېدنه کوي.
د اسلام اباد هایکورټ جج ښاغلي بابر ستار عدلیه کې د مداخلت په سر چیف جسټس عامر فاروق ته دوه ورځې وړاندې یو بل خط لیکلی او تور یې لګولی چې د امنیتي اسټیبلشمنټ یو لوړ پوړي چارواکي ورته پېغام ورکړی چې د حراست یا نګرانۍ د څرنګوالي له ارزیابي کولو پشا شي.
خو حکومتي وزیرانو بیا د نوموړي جج تور په سختۍ سره رد کړی او ویلي یې دي چې هغه ته چا د پشا کېدو خبره نه ده کړې بلکې ویل شوي دي ورته چې دا د ملي امنیت اړونده مربوط خبره ده اؤ باید د تړلو دروازو تر شا پرې بریفنګ یا احوال واخلي.
پرون په اسلام اباد پرېس کلب کې د متحده قومي مومنټ مصطفا کمال او استحکام پاکستان ګوند عون چودري هم په خبري غونډو کې په عدليه نيوکې کړي دي.
Forum