د پاکستان حکومت ويلي، د جنورۍ 2023 نه تراوسه پورې په ملک کې د ترهګرۍ په 2000 بریدونو کې د 1200 نه زيات کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.
ويل شوي په ملک کې د انتهاپسندۍ يا توندلاريتوب د مخنيوي دپاره د کورنيو چارو وزارت د قامي پاليسي په اړه يوه مسوده د منظورولو دپاره کابینې ته لېږلې ده.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په وروستيو کې په قامي اسمبلۍ کې په ليکلې بڼه يو ځواب کې ويلي، په بهر ملکيانو کې په اووه بریدونو کې چينايي وګړي په نخښه کړل شوي دي.
د وي او اې اردو ترمخه، په رپورټ کې ويل شوي، د کال 2020م راهسې تراوسه پورې په بهر ملکیانو او په ځانګړي ډول چينايي وګړو اته حملې شوي دي.
په ليکلي بڼه ځواب کې ویل شوي، په بهر ملکیانو ترسره شوو بريدونو کې تر ټولو زیات چينيايان په هدف کړل شوي خو په دغو حملو کې د وژل شوو بهرنيانيو شمېره نه ده ښودل شوې.
د کورنيو چارو وزارت ويلي، په دغو حملو کې د دوه امنيتي اهلکارو په ګډون 24 کسان وژل شوي او 38 نور ژوبل شوي دي. په وروستيو کې په کراچۍ کې په يو بريد کې جاپانيان په نخښه کړل شوي وو.
ويل شوي، وسله والو په سيند صوبه کې د چین – پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) باندې کار کوونکو چينايانو باندې درې حملې کړي، پينځه کسان پکې وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي.
بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې په چينايانو دوه دوه حملې شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت ویلي، په سي پېک او نورو پروژو د کار کوونکو چينيايانو د ساتنې دپاره جوړې تګلارې ته د بيا کتنې ويل شوي دي.
ويل شوي، د ترهګرۍ او پرتشدده توندلاريتوب د مخنيوي دپاره د 2024م د قامي پاليسۍ مسوده تياره کړل شوې او کابينې ته د منظورۍ دپاره لېږل شوې ده.
حکومت ویلي، په ملک کې د امنيت صورتحال په دوامداره توګه خراب دی او ترهګر بريدونه په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې امنيتي ګواښونه سېوا کوي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ویلي، د کال 2023م راهسې تراوسه پورې ټولې 2075 ترهګرې حملې شوي، د امنيتي ساتونکو په ګډون پکې لږ تر لږه 1215 کسان وژل شوي او 2592 کسان ژوبل شوي دي.
او روان کال د جنورۍ نه تراوسه پورې د 500 نه زياتو وسله والو حملو کې 285 کسان وژل شوي دي.
ويل شوي په ترهګرو بريدونو کې تر ټولو زياته خېبرپښتونخوا صوبه اغېزمنه شوې هلته په تېر کال کې د 400 نه امنیتي ساتونکي په بېلابيلو بريدونو کې وژل شوي دي.
د روان کال د جنورۍ د میاشتې نه تراوسه پورې د ترهګرۍ په پېښو کې 118 ملکي عام خلک وژل شوي دي.
پاکستان کې په وروستيو کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي.
پاکستان تور لګوي د کله نه چې په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي دي پاکستان کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي او د افغانستان د خاورې نه په پاکستان کې ترهګري کيږي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل د پاکستان دغه تورونه رد کړي او ويلي يې دي پاکستان دې خپله کمزوري په افغانستان نه ور اچوي.
Forum