د پاکستان د سيند صوبې سي ټي ډي پوليسو ويلي، په کراچۍ کې په تيرو څو مياشتو کې په فرقه ييزه هدفي وژنو کې لاقانونه ګرځول شوې زېنبون ډله ککړه معلومه شوې ده.
د سي ټي ډي پوليس مشر (ډي ای جي) اصف اعجاز شېخ پرون د زیارت/ پنجشنبې په ورځ په کراچۍ کې خبري غونډه کړې او ويلي يې دي، د تېر کال ستمبر څخه د روان کال فرورۍ پورې لاقانونه ګرځول شوې زېنبون ډلې په کراچۍ کې 17 تنه په فرقه يیزه بنيادونو وژلي دي.
هغه ويلي د تېر کال په وروستيو او روان کال په پيل کې د هدفي وژنو پېښې سېوا شوي، او چې سي ټي ډي بيا د دغو پېښو پلټنې پيل کړې، نو معلومه شوه چې د ستمبر 2023م نه تر 21مې فرورۍ پورې 17 تنه په فرقه ييزه بنیادونو وژل شوي دي.
هغه زياته کړې په تکنيکي شواهدو او فارنزک کې معلومه شوې چې په دغو فرقه ييزه وژنو کې لاقانونه ګرځول شوې ډله زېنبون ککړه ده، او د يادې ډلې د مشر پېژندګلو د سيد حسېن موسوي عرف مسلم په نوم شوې څوک چې په بهر ملک کې مېشت دی هغه د هدفي وژنو دباره پېسې او نورې اسانتياوې برابروي.
هغه ويلي، په زندان کې د بندي دوه کسانو (وقار عباس او حسېن اکبر) نه د پلټنو په وخت ورته دغه معلومات ترلاسه شوي، په هدفي وژنو کې درې ټيمونه ککړ وو او د دوی غړي به د ګلګت بلتستان نه راتلل.
د نوموړي په وينا، د اهل سنت والجماعت ډلې د غړو د وژنو د پېښې وروسته پلټنې پيل کړل شوې او په دغو وژنو کې د زېنبون ډله ککړه معلومه شوې ده.
د سي ټي ډي په خبر پاڼه کې ويل شوي د 13 کسانو نومونه ليکل شوي چې يادې ډلې زېنبون وژلي دي او خواوشا د 11 نه زيات یې ژوبل کړي دي.
ويل شوي، د يادې ډلې يا نېټ ورک په سهولت کارۍ او څارنه کې 23 کسان شامل دي، او هدفي وژنې ظفر ګلګتي، انعام ګلګتي، عقيل ګلګتي او محمدعلي ګلګتي کړي دي.
له دې وړاندې د جنورۍ او د تېر دسمبر په میاشت کې سي ټي ډي په کراچۍ کې د زېنبون د درېو ترهګرو د نيولو دعوه کړې وه.
د پاکستان حکومت روان کال د مارچ په 29مه زېنبون بريګېډ لاقانونه ډله ګرځولې وه.
Forum