فياض ظفر
د سوات عجائب خانه چې شمار يې د ګندهارا تهذيب په غټو عجائب خانو کښې کېږي اوس به خلک د دلته پرتو ټولو تاريخي څیزونو کتنه په کیو ار کوډ هم په خپل موبائیل کښې کولی شي.
د عجائب خانو په نړيواله ورځ د سوات عجائب خانې په اړه د وي او ای ډيوه همکار فياض ظفر معلومات رايوځای کړي او د خلکو سره يې پرې خبرې کړي چې تفصيل يې په دې ليک کې راوړو.
د چین یو تنظیم د سوات عجائب خانې دپاره یو سافټ وئير پروګرام جوړ کړی دی او د سوات په عجائب خانه کښې پراته ټول څیزونه ئې د کوېک رېسپانس لا د کیو ار کوډ سره نتي کړي دي. اوس چې څوک هم په خپل موبائیل دې عجايب خانه کښې کوم څیز سکېن کوي نو د هغې عکسونه او تاریخ به ورته پخپله راښکاره کيږي.
د سوات عحائب خانې انچارج نواز الدين وايي
دا عجائب خانه اوس د پاکستان په جدید عجائب خانو کښې شمارېږي. دلته به اوس خلق په جديد طریقه د سوات میوزیم څیزونه کتلی شي.
د سوات عجائب خانه په هغې غټو عجائب خانو کښې ده چرته چې د ګندهارا تهذیب ډېر زاړۀ اثار پراته دي. دې عجائب خانه کښې د پښتو دور او د یوسفزو د رياست د وخت هم ډېر څیزونه او ياداشتونه پراته دي.
د سوات يو د زړو اثارو او تاريخ زده کونکی محمد سعيد ډيوه ته وايي “زۀ ډېر خوشحاله یم چې نن دې میوزیم ته راغلم. ډېر زاړۀ او تاریخي څیزونه مې ولیده”.
په دې عجائب خانه کښې د بدها د پښې نخښه په یوګټه موجوده ده او د بدهـ مت نور ډېر زاړۀ بوتان،سيکې او نور تاریخي څیزونه پکښې موجود دي چې په نړۍ کښې د بدهـ مت مذهب منونکو دپاره ډېر مقدس دي.
سوات ته د نیدر لېنډ نه راغلی سيلګری کرېس وايي “زما دا میوزیم ډېر زیات خوښ شو. د سوات آرټ ډېر ښکلی دی او د پخواني وخت په لرګو د لاسو کار هم ډېر خوندور و”.
دا عجائب خانه په 1963 کښې د ریاست سوات په وخت کښې جوړه شوې وه خو په ۲۰۰۸ کښې چې په سوات کې اړی ګړی و نو په یوه بمي چاودنه کښې د دې ودانۍ ته ډېر زیان رسېدلی و.
د هغې وروستو بیا هر څه د پېښور او ټېکسلا عجائب خانو ته وړلی شوي وو خو په 2014م کښې چې د اټلي حکومت کله ياده وداني بيا جوړه کړه نو دغه سامان ئې ورته واپس راؤړو.
Forum