پاکستان اؤ ترکیه په دې خبره سلا شوي چې خپلو کې به تجارت 5 اربه ډالرو ته رسوي اؤ د ترکي خارجه وزیر حاکان فدان ویلي چې ترکیه به د ترهګرۍ خلاف جګړه کې د پاکستان تر شا ولاړه وي.
د پاکستان په سفر تللي د ترکیې خارجه وزیر حاکان فدان سره یو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته د ګل یا دوشنبې په ورځ د پاکستان مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار ویلي چې پاکستان اؤ ترکیه خپلو کې زړې، پیاوړې دوه اړخیزه اؤ سټراټیجکي اړیکې لري .
هغه ویلي د هرې ورځې په تېریدو سره د پاکستان اؤ ترکیې اړیکې لا پسې پیاوړې کیږي اؤ دواړو هیوادونو په بیلابیلو موقعو د یو بل سره مرسته کړې ده.
اسحاق ډار ویلي ترکیه اؤ پاکستان به خپل تجارت 5 اربو ډالرو ته رسوي اؤ خپلو کې به دفاعي مرستو ته دوام ورکوي.
مرستیال وزیراعظم وویل دواړه هیوادونه د دفاع اؤ تجارت په ګډون بیلابیلو څانکو کې یو بل سره مرستې لري اؤ د وخت په تېریدو سره به دا مرستې نورې هم غځولی شي.
په دغه موقعه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر حاکان فدان ویلي چې د اسحاق ډار سره یې لیدنه ګټوره وه اؤ دواړو خواؤ د دوه اړخیزه تعلقاتو د هر اړخ جاج اخستی دی.
هغه وویل ،مونږ هوډ کړی چې دوه اړخیزه تجارت به 5 اربو ډالرو ته رسوؤ اؤ ترکیه به په سیمه ییزو اؤ نړیوالو معاملو کې د پاکستان مرستې ته دوام ورکوي.
حاکان فدان وویل چې افغانستان کې د امن ټینګښت زمونږ لپاره زیات مهم دی اؤ زیاته یې کړه چې په دې اړه یې د پاکستان مرستیال وزیراعظم سره هم خبرې اترې کړې دي.
د هغه وینا وه چې د سیمې اؤ نړۍ په امنیت کې د پاکستان یو مهم کردار دی اؤ ترکیه به د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د پاکستان تر شا ولاړه وي.
Forum