د پاکستان حکومت د زیارت/پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې متحده عربي اماراتو په پاکستان کې تر لس (۱۰) بلین ډالرو پورې د سرمایه کارۍ وعده کړې ده. د اسلام آباد وینا ده چې د متحده عربي اماراتو صدر په ابوظبي کې د پاکستان د وزیراعظم سره په یو ملاقات کې دا ژمنه څرګنده کړې ده.
د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف دفتر په یو بیان کې ویلي چې دا خبره د متحده عربي اماراتو صدر محمد بن زاید آل نهیان په پایتخت ابوظبي کې له شریف سره په کتنه کې کړې، کوم چې د اماراتو په دوره تللی دی. په بیان کې نور تفصیل ندی ورکړی شوی.
د پاکستان د وزیراعظم دفتر په بیان کې ویلي، شریف د متحده عربي اماراتو صدر ته د هغو ګامونو په اړه معلومات ورکړي چې د پاکستان حکومت یې د خارجي سرمایه کارانو د راغب کولو دپاره اخلي، او په دې وخت کې د متحده عربي اماراتو صدر ژمنه کړې چې په مختلفو برخو کې به په پاکستان کې لس بلینه ډالر سرمایه کاري وکړي.
د بیان ترمخه، د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د متحده عربي اماراتو صدر محمد بن زاید آل نهیان ته د پاکستان د دورې بلنه ورکړې چې د اماراتو صدر هم دا بلنه منلې ده.
Forum