پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي آی) ويلي په غېر آييني او غېرقانوني (د ځانګړو پانګونو د سهولت کارۍ کونسل/ اېس آی اېف سي) غونډه کې د خېبرپښتونخوا وزيراعلی نه بللو په شا ښکاره بدنيتي ده.
د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د ځانګړو پانګونو د سهولت کارۍ کونسل غونډه سبا د خالي/ شنبې په ورځ اسلام اباد کې بلل شوې ده.
پاکستان تېر کال د ځانګړو پانګونو د سهولت کارۍ کونسل جوړ کړی، د پوځ مشر یې هم برخه ده.
په خېبرپښتونخوا صوبه کې واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف تور لګولی، "د خېبرپښتونخوا د نګران عسکري حکومت د لارې، عسکري کمپنۍ لومړی په درځنونو سرکاري موټلز په قبضه کې اخستي، او اندېښنه ده چې د خېبرپښتونخوا وزیراعلی نه وربللو مقصد د قدرتي وسايلو نه ډکې صوبې خېبرپښتونخوا په وسايلو د نورې عسکري قبضې منصوبې پټې ساتل دي".
پي ټي آی ويلي، "مونږ د دې عمل په کلکه غندنه کوو، او غوښتنه کوو، چې د دې غېر اييني او فراډ ادارې ټول تفصيلات او کارکردګي دې په روڼ ډول د ولس په وړاندې کښېښودل شي".
د پاکستان مرکزي حکومت د ځانګړو پانګونو سهولت کارۍ کونسل د بللو او د خېبرپښتونخوا وزیراعلا نه وربللو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي.
د خېبرپښتونخوا مشير خزانه مزمل اسلم هم ويلي، د خېبرپښتونخوا وزريراعلا علي امين ګنډاپور نه وربلل بدنيتي او د فېډرېشن يا وفاق د اصولو خلاف دي.
هغه ویلي، د وزيراعظم په مشرۍ د اېس ای اېف سي د اېپکس کمېټۍ لسمه غونډه بلل شوې د خېبرپښتونخوا نه علاوه د نورو صوبو اعلا وزيران ورته بلل شوي دي. او د پښتونخوا وزيراعلا نه بلل د ولسي مېنډېټ سپکاوی دی.
پاکستان وايي، د ځانګړو پانګونو د سهولت کارۍ کونسل (اېس آی اېف سي) کې په ترجيحي شعبو کې د غېر ملکي پانګونو تېزولو دپاره جوړ کړل شوی دی.
د پاکستان تېر اتحادي حکومت د تېر کال په 21م جون د اقتصادي چېلنجونو دپاره د ځانګړو پانګونو د سهولت کارۍ کونسل جوړ کړی او هغه وخت وزيراعظم شهبازشريف د دغه کونسل په حواله ویلي وو، "کونسل به د اقتصادي بحالۍ دپاره په پاليسيو کې لارښوونه، دوام او موثره عمل يقیني کوي".
شهباز شريف د مينځني ختيځ هېوادونو څخه د سرمایه کارۍ د راوړلو لپاره يوه ځانګړې کميټي هم جوړه کړې او ویل شوي وو، د پاکستان د پوځ سر لښکر جنرل عاصم منير به یې برخه وي.
هغه ويلي وو، "دا كونسل به د اقتصاد په ډهانچه کې د بنيادي اصلاحاتو مخ په وړاندې بوتللو لپاره د فېصله سازۍ د يو اعلا فورم په توګه كار كوي".
Forum