لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په روان کال کې د وژل شویو خبریالانو شمېر پنځو تنو ته ورسېد


واشنګټن - د پاکستان په سېند صوبه کې هغه خبریال د جمعې په ورځ مړ شو کوم چې د دې اونۍ په سر کې په ټوپک ویشتل شوی و.

له دې سره په روان ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د وژل شویو خبریالانو شمېر پنځو تنو ته ورسېد.

ډاکټرانو او چارواکو د نصرالله ګداني مړینه تایید کړې. هغه وروسته له هاغې چې د نهې یا سې شنبې په ورځ پرې د سېند په یوې لېرې ضلع کې د ناپېژاندو کسانو لخوا ډزې وشوې د کراچۍ په یو روغتون کې تر درملنې لاندې و.

د دغه برید پړه چا پر غاړه نه ده اخېستې.

فعالانو او همکارانو یې ویلي، چې وژل شوي خبریال هر کله په خپلو راپورونو کې د سېند صوبې ټولنیزې ستونزې راپورته کړي.

کداني همدارنګه د سیمې په ځواکمنو کسانو باندې نیوکې کولې چې له امله یې هغه څو ځله د پولیسو لخوا بندي شوی هم دی.

همدا خبره د پاکستاني خبریال حامد میر لخوا په ټولنیزې رسنۍ اېکس یا پخواني ټوېټر باندې هم یاده شوې ده.

د کداني د مړینې خبر د خبریالانو او مدني ټولنې د غړو ترمنځ غوصه راپارولې او د وژل شوي خبریال په حق کې یې د عدالت غوښتلو لپاره احتجاجي لاریون هم کړی.

د سېند وزیر اعلی مراد علي شا په یو بیان کې ویلي، "زه د نصرالله د کورنۍ او د هغې رسنۍ سره یوځای چې هغه ورسره کار کاوه په ژوره توګه خواشینی او خفه یم."

انتقاد کونکي بیا د ادعاو له مخې د شا حکومت په سېند کې د رسنیو په ځینو کار کونکو باندې د وروستیو بریدونو تر شا بولي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن چې د بشري حقونو د څار یو مخکښ کمېشن دی ویلي، چې دوی په هېواد کې خبریالانو ته د ور پېښ حالت په اړه "په ژوره توګه خواشیني" دي.

دوی د سېند له حکومت څخه غوښتي چې د کداني د وژل کېدو په اړه دې پلټنې وکړي او په قتل کې له ککړو کسانو سره دې حساب وشي.

په ورته وخت کې د ژورنالستانو د ژغورنې کمېټې یا کامیټي ټو پروټېکټ جورنالستس په پاکستان باندې زور راوړی چې چې د احمد فرهاد په نامه فریلانس خبریال او شاعر د ځای ځایګوټي په اړه دې معلومات ورکړي.

ګڼو کسانو هغه یوه اونۍ مخکې په پلازمېنه اسلام اباد کې له خپل کور څخه د باندې نیولی دی او په زوره یې خپل موټر ته پورته کړی دی.

له پېښې وروسته د هغه مېرمنې د هغه په اړه په اسلام اباد هايي کورټ کې کېس اچولی.

د شاه مېرمنې سعیده عروج زېنب د پاکستان په استخباراتي ادارې آی ایس آی باندې تور لګولی چې هغه یې د هېواد د ځواکمن پوځي اسټبلېشمنټ پرضد د فعالیت له امله تښتولی دی.

د اسلام اباد هايې کورټ د جمعې په ورځ‌ د دغه کېس د اورېدلو پر وخت محکمې ته د هېواد د استخباراتي چارواکو د حاضرېدو حکم وکړ او محکمه به پرې د مې په ۲۹ نېته اورېدنه کوي.

د بخښنې نړیوالې ادارې یا امنیسټي انټرنېشنل د جمعې په ورځ په اېکس یا پخواني ټوېټر باندې لیکلي،

"د هغه ځای نه دی معلوم. احمد د حکومتي ځورونې، په تېرو کې په زوره د بې درکیو په اړه له ډار پرته څرګندونې کولې."

د پاکستان په آی ایس آی باندې د اوږدې مودې راهیسې تور پورې کېږي چې د خبریالانو او سیاسي فعالانو او د هغو فعالانو په زوره بې درکۍ کې لاس لري کوم چې د هېواد په سیاست کې د پوځ په رول باندې نیوکې کوي.

خو آی ایس آی او د هغوی په مرسته راغلو حکومتونو تل دغه ادعاوې رد کړې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG