رفح کې د صحت چارواکو ويلي، د غزې پټۍ په جنوبي ښار کې د اسرايل په هوايي بريدونو کې لږ تر لږه 35 کسان وژل شوي، د اسرايل پوځ ويلي، د پېښې ارزونه کوي.
اسرايل ويلي، د رفح سره نزدې په تل السلطان کې یې د ويسټ بېنک د حماس مشر او نور لوړ پوړي مشران هم وژلي دي، خو د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت ويلي، په بريد کې د بې ځايه شوو خلکو په خېمو اور لګېدلی دی، ګڼ کسان پکې ژوبل شوي، او فلسطين کې رېډ کريسنټ سوسايټۍ ويلي، د وژنو شمېره زياتېدی شي.
له دې وړاندې د اتوار/ يکشنبې په ورځ فلسطيني وسله والې ډلې حماس د اسرايل کاروباري مرکز تل ابيب باندې غټې راکټې داغلې دي. دا د اسرايل او حماس ترمنځ اتوو مياشتو جګړه کې په لومړي ځل غټ بم کارول شوی دی.
د ياد هوايي بريد په وخت سايرن غږول شوی خو اسرايل ويلي په سمدستي ډول بريد کې کومه مرګ ژوبله يا تاوان نه دی اوښتی. دا لومړی ځل وو چې د جنورۍ د میاشتې راهسې د غزې نه د اوږدې فاصلې راکټونه ويشتل شوی دی.
د حماس عزالدين القسام بریګېډ په ټيليګرام پوسټ کې ويلي، د صيهونيانو لخوا د ملکي وګړو د وژنو په بدل کې یې په تل ابيب راکټونه داغلي دي.
د اسرايل پوځ ويلي، اته راکټې د غزې د جنوبي ښار رفح څخه ويشتل شوي او اسرايل ته داخل شوي چرته چې د اسرايل ځواکونو په دې وروستيو کې عمليات پيل کړي خو اسرايل ويلي، ګڼ راکټونه یې ودرولي يا شنډ کړي دي.
له دې وړاندې د مصر سره په پوله رفح ښار ته د يوې نوي تړون لاندې امدادي ټرکونه رسېدلي، کله چې د اسرايل پوځ روانه میاشت د فلسطين دغه ډډه قبضه کړې وه، خو دا نه ده معلومه چې مرستو ته به د جګړې له امله امدادي ډلې رسايي وکړي.
مصر د دې پولې پرانستو نه تر هغې وخته پورې انکار کړی چې څو پورې غزې اړخ فلسطينيانو ته نه وي سپارل شوی، خو د امریکې د صدر جوبايډن او مصر د صدر جوبايډن د ټيليفوني خبرو وروسته په عارضي توګه اسرايل د کريم شالو لوري ته ټريفک اړولو باندې اتفاق کړی وو.
د رفح پولې سره نزدې د جګړې له امله دغه لارې ته رسايي نه کيږي، اسرايل ویل لسګونو امدادي ټرکونو ته یې اجازه ورکړې، خو ملګرو ملتونو ويلي، د بل اړخ نه امداد بيرته ستنول خطرناک دي.
د جمعې په ورځ د انصاف نړیوال عدالت اسرايل ته امر کړی چې د نسل وژنې د کنونشن لاندې دې خپلې زمه وارۍ پوره کړي، په رفح دې سمدستي حملې ودروي، خو په جنوبي غزه کې د اسرايل جنګي عمليات دوام لري.
امریکا چې اسرايل ته تر ټولو غټ د وسلې ورکوونکی هيواد دی، څو ځله یې اسرايل ته په رفح کې د ځمکنيو عملياتو نه کولو مشوره ورکړې چې دغلته په غټه کچه ملکي وګړي وژل کېدی شي.
نړيوال عدالت د ملګرو ملتونو يوه څانګه ده خو د خپل حکم عملي کولو کومه لاره نه لري، د ملګرو ملتونو په امنيتي شورا کې به ووټ ورکوي چرته امریکا د وېټو کولو اختيار لري.
د اسرايل وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو ويلي، اسرايل به تر هغې وخته د غزه څخه ونه وځي څو پورې چې حماس ختم کړی نه وي.
د تېر کال په اووم اکتوبرحماس په اسرايل بريد کړی، 1200 کسان یې وژلی او 250 یې يرغمل کړي وو، له دغې وروسته اسرايل د حماس پرضد جګړه پيل کړې، په غزه کې د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت وايي، په دغه جګړه کې نزدې 36,000 فلسطينيان وژل شوي چې زياتره یې ماشومان او ښځې دي.
( د دې خبر ځینې معلومات اې پي او اې اېف پي څخه اخستل شوي).
Forum