نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف راتلونکي مالي کال کې د پاکستان په تجارتي خساره کې د زیاتوالي وړاندوینه کړې ده.
پخپل یو تازه رپورټ کې آي ایم ایف په نوي مالي کال کې د پاکستان په برامداتو اؤ درامداتو کې د اضافې اټکل کړی اؤ ویلي یې دي راتلونکي مالي کال کې د پاکستان تجارتي خساره کې د 4 اربه اؤ 16 نیم کروړه ډالرو د اضافې امکان دی.
په ډان ورځپاڼه کې د خپور شوي رپورټ له مخې آي ایم ایف ویلي چې ددې اضافې سره د پاکستان تجارتي خساره 27 اربه، 92 کروړه اؤ 30 لکه ډالرو ته رسېدلی شي.
نړیوالې مالیاتي ادارې له مخې راتلونکي مالي کال کې د پاکستان په درامداتو کې د 5 اربه 51 کروړه اؤ70 لکه ډالرو اؤ په برامداتو کې د یو ارب 35 کروړه اؤ 20 ډالرو د اضافې امکان دی.
آی ایم ایف نوي مالي کال کې د درامداتو د حجم 60 اربه اؤ 48کروړه ډالرو پاتې کیدو اټکل کړی اؤ اندازه یې لګولې ده چې د پاکستان برامدات به 32 اربه اؤ 56 کروړه ډالر پاتې شي.
نړیوالې ادارې ویلي چې روان مالي کال کې د پاکستان تجارتي خساره 23 اربه اؤ 76 کروړه ډالر پاتې کیدای شي .
رپورټ کې زیاته کړل شوې ده سږکال د پاکستان درامدات 54 اربه اؤ 96 کروړه ډالرو اؤ برامدات 31 اربه اؤ 20 کروړه ډالرو ته رسیدلی شي.
تر دې وړاندې تېره اوونۍ نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف د نوي مالي کال په مهال په پاکستان کې د حکومتي پورونو ریکارډ کچې ته د لوړېدو اټکل کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې دا پورونه تر 87 زره اربه روپو په بره تللی شي.
د آي ایم ایف د رپورټ له مخې په نوي مالي کال کې د پاکستان حکومتي پورونو کې 10 زره اؤ 433 اربه روپۍ اضافه رامنځته کیدای شي اؤ دا 87 زره اؤ 346 اربه روپو ته لوړیدای شي.
آي ایم ایف اټکل کړی ؤ چې د حکومت بهرني پورونه د مالي کال په پائ کې 30 زره اؤ 671 اربه روپۍ پاتې کیدای شي اؤ د مقامي پورونو اندازه یې بیا 46 زره اؤ 242اربه روپۍ لګولې وه.
پاکستان روانه میاشت کې د نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف نه د نوي پور ترلاسه کولو لپاره دغه نړیوالې ادارې ته د خپلو لګښتونو راکمولو پلان وړاندې کړی دی.
آی ایم ایف پرله پسې په پاکستان ټینګار کوي چې د خپل اقتصاد ښه کولو لپاره باید اصلاحات مخې ته راوړي اؤ خپل دولتي لګښتونه دې راکم کړي.
د آی ایم ایف د مامورینو اؤ پاکستاني چارواکو ترمنځ د پالیسۍ د کچې مذاکراتو کې پاکستان نړیوالې مالیاتي ادارې ته ویلي دي چې په یو کال کې به وفاقي حکومت خپل لګښتونه 300 اربه روپۍ راکموي.
په حکومتي پلان کې ویل شوي چې وفاقي وزارتونه به په نوؤ ګاډو اخستو بندیز لګولي د یو کال نه چې د 1 ګریډ نه تر 16م ګریډ کومې څوکۍ تشې پرتې دي هغه به ختمولی شي.
همدا شان آی ایم ایف ته ویل شوي چې وفاقي حکومت به صوبایي حکومتونو ته په پرمختیایي پروژو کې پیسې نه ورکوي اؤ یوازې د مهمو اؤ قامي بڼې ترقیاتي پروژو لپاره به صوبو ته وسایل ورکول کیږي.
Forum