لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ذبیح الله مجاهد: کابل اسلام آباد کې جګړه نه غواړي، د ټي ټي پي مشران افغانستان کې نشته


په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر لخوا دافغانستان خاوره کې د ټي ټي پي د مشرانو د شتون دعوې رد کړي اؤ ویلي یې دي چې افغانستان هیچاته د ترهګرۍ د مقصدونو لپاره د خپلې خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي تېره ورځ ويلي وؤ"د افغانستان سره ښې اړيکې غواړو خو دا په هغې صورت کې چې هغوی زمونږ سره ملګرتيا وکړي او ‏خپله خاوره د پاکستان پرضد ترهګرۍ دپاره کارېدو نه پرې نه ږدي، هغوي ته به اقدامات کول وي"‏.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر دا دعوه رد کړې او ویلي یې دي چې کابل له اسلام‌اباد سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د دې سربېره، افغانستان نه‌غواړي چې په پاکستان کې جګړه وي.

پخپل یو بیان کې د طالبانو د حکومت ویاند ویلي، "لومړی موږ دا ادعا ردوو چې ګواکې د ټي‌ټي‌پي مشران په افغانستان کې وي. موږ هېچا ته اجازه نه‌ورکوو چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وکړي او افغانستان نه‌غواړي چې په پاکستان کې جګړه وي".

ترې وړاندې تېره ورځ د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي ویلي وؤ"بشام کې په چينايانو بريد تحريک طالبان پاکستان کړی وو اؤ د برید منصوبه له افغانستان څخه جوړه ‏شوې وه.

هغه خبریالانو ته ویلي وؤ،پاکستان دغه مسله افغانستان کې د لنډ مهاله حکومت سره راپورته کړې وه او په هغو ټينګار شوی و چې هلته موجود ترهګر ودروي او پرضد یې ‏کارروايي وکړي خو تراوسه پورې د هغې کومې ښې نتيجې مخې ته نه دي راغلي".‏

هغه ويلي وؤ "مونږ په افغانستان کې د لنډ مهاله حکومت نه غوښتنه کوو، چې بختیار شاه، قاري عبدالله او خان لالا او په خصوصي توګه د ټي ټي پي مشر نور ‏ولي مسيد او د ملاکنډ کمانډر عظمت الله مسيد او نور مشران ونيسي، پرضد یې کارروايي وکړي يا یې پاکستان ته وسپاري".

په ‏‎26‎م مارچ د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام کې د داسو ډېم په چينايي انجينيرانو ځانمرګی برید شوی ؤ، پينځه چينايي وګړي او یو پاکستانی ‏‏ډرايور پکې ‏وژل شوي وو.‏ هغه وخت تحريک طالبان پاکستان د دغه بريد څخه د لاتعلقۍ اعلان کړی و.‏

په اوومه مې د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چوهدري په خبري کانفرنس کې د ياد بريد په اړه ويلي وو ‏‎‏"په دغه بريد کې پينځه ‏چينايي او ‏‏يو پاکستانی وژل شوي او د دغه بريد منصوبه بندي هم په افغانستان کې شوې، خودکش بمبار هم افغان وګړی ‏و، پاکستان د دغو پېښو په ‏کلکه غندنه ‏‏کوي".‏

د پاکستان د پوځي وياند دعوې ته په ځواب کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي دغه تورونه رد کړي وؤ او ويلي ‏‏‏يې وو، د خېبرپښتونخوا په يوه داسې سيمه کې، چې "د پاکستان د پوځ د کلک امنيت لاندې ده، د چينايانو وژل کېدل د پاکستاني امنيتي ‏ارګانونو ‏‏‏کمزوري او یا هم له حمله کوونکو سره همکاري په ډاګه کوي". ‏

محسن نقوي پرون په ‏‎26‎مه مې د ترهګرۍ ضد ادارې (نېکټا) د چارواکو سره په ګډه خبري غونډې ته ويلي، "مونږ په خپلو پولو امنيتي اقدامات سېوا کړي ‏خو بيا هم ترهګر په څه نه څه طريقه راتلو کې کاميابيږي، پاکستان خبر دی چې د دې په شا کوم قوتونه دي چې زمونږ او چین اړيکې خرابول غواړي".‏

هغه زياته کړې، "دغه قوتونه په افغانستان کې د عبوري کمزوري حکومت څخه ګټې پورته کوي، په پوله پرتو علاقو کې د ټي ټي پي په څېر ترهګرو ته ‏ملاتړ ورکول کيږي ا و د هغې زمونږ سره ګڼ شواهد موجود دي، ټي ټي پي د پاکستان پرضد کارول کيږي".‏

نقوي دعوه کړې، "د پاکستان امنيتي ادارو په ياده پېښه کې ککړ کسان معلوم کړل شوي او نيول شوي دي"، هغه د کوم ملک نوم نه دی ويلي چې د ‏پاکستان پرضد د ټي ټي پي ملاتړ کوي، خو ويلي يې دي خو "زمونږ سره ګڼ شواهد موجود دي".‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG