لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په صدارتي انتخاباتو کې د تورپوستکو امریکاییانو د ووټونو اهمیت - دواړه کاندیدان څه وعدې ورکوي؟


د امریکا صدارتي امېدواران - جو بایډن او ډونالډ ټرمپ - دواړه کوښښ کوي چې د سږکال انتخاباتو دپاره د تور پوستکو امریکایي ووټرانو ملتيا حاصله کړي.

ډونالډ ټرمپ په نیویارک کې رایه ورکوونکو ته ویلي چې که هغه بیا صدر انتخاب شي، نو فایده به یې ټولو امریکاییانو ته ورسیږي. رېپبلېکن ټرمپ د خپل کمپېن په یوه غونډه کې وویل: «پروا نلري چې که تاسو تور، خړ یا سپین یاست، او یا پوستکی مو هر بل رنګ وي، هېڅ فرق نلري. مونږ ټول امریکاییان یو، او د امریکاییانو په توګه به یوځای دې کار ته راغونډیږو.»

بل پلو ډېموکرېټ جو بایډن په مشيګن کې د شهري حقونو مشرانو ته وویل چې کابینه کې یې د ټولو امریکاییانو نمایندګان موجود دي. د هغه وینا ده چې، «مونږ پخپله انتظامیه کې د تاریخي لحاظه، د بلې هرې انتظامیې نه ډېر تورپوستکي، ښځې، او اقلیتونه لرو. په همدې خاطر مونږ ډېر غوره کار کوو.»

ټرمپ او بایډن دواړه د تورپوستکو ووټرانو د حمایت حاصلولو دپاره کمپېنونه کوي. په دې انتخاباتو کې، خصوصا هغو ریاستونو کې چې شاید د ملک په کچه انتخابي نتیجې بدلې رابدلې کړي، د تورپوستکو رایه اثرناکه ګڼل کېدی شي.

د پیو تحقیقاتي ادارې معلومات ښیي چې په ۲۰۲۴ کې د تورپوستکو امریکاییانو دپاره اهم انتخابي مسایل، «د تعلیم بهتره کېدل او د اقتصاد جوړېدل» دي. ټرمپ وایي هغه به دا دواړه سم کړي. ټرمپ زیاتوي چې، «مونږ به بېرته خپلو سکولونو ته کامیابي راوړو. مونږ به هرې محلې ته، د ملک د سترو ښارونو هرې برخې ته بېرته خوشحالي راوړو.»

بایډن وایي، ټرمپ یو "انتقامي" امیدوار دی چې که انتخاب شو، ګني اقلیتونو ته به نقصان ورسوي.

صدر بایډن د خپل رېپبلېکن رقیب په باب وویل: «ټرمپ د امریکا مشرتابه دپاره کمپېن نه کوي. هغه د انتقام اخستو دپاره کمپېن کوي. د انتقام دپاره. په دې قسم د ملک مشري کېدونکې نده. په انتقام باندې آینده نشئ جوړولی. د انتقام په ذریعه د خلکو ژوند نشئ بهتره کولی. په همدې وجه زه انتخاباتو کې اودرېدلی یم چې د آینده په لور د امریکا مشري وکړم.»

مهاجرت د ټرمپ په کمپېن کې یوه مرکزي موضوع ده. هغه دا خبره په ساوت برانکس سیمه کې د اقلیتونو ووټرانو دپاره داسې مخې ته راوستله: «تورپوستکي امریکاییان روان دي قتلیږي. هسپانوي ژبي امریکاییان قتلیږي. او دا په مېلینونو خلک چې زمونږ ملک ته راروان دي، تر ټولو ستر اثر او تر ټولو ستر منفي اثر یې زمونږ د تورپوستکو او هسپانوي ژبو په آبادیو باندې دی، کوم چې روزګارونه یې، کورونه یې، او هرڅه چې لري، هغه یې د لاسه ځي.»

بایډن تورپوستکو ووټرانو ته وویل چې ټرمپ ته د ماتې ورکولو دپاره، د هغو رایې ته ضرورت لري.

بایډن زیاته کړه: «همدا ستاسو د وجې ډونالډ ټرمپ اوس پخوانی ماتې خوړلی صدر دی، او همدا ستاسو د وجې به ډونالډ ټرمپ بیا ځلي یو بایلونکی شي.»

څلور کاله وړاندې، تورپوستکو ووټرانو په ۹۲ فیصدي فرق سره، د ټرمپ په مقابله کې بایډن انتخاب کړ. د پیو تحقیقاتي ادارې د تېرې میاشتې معلومات ښيي چې بایډن ته د ووټ ورکوونکو او یا هغه خوا ته د راغبو تورپوستکو فیصدي ۷۷ ته راښکته شوې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG