واشنګټن – یو جګ پوړی اسرایلي چارواکی وايي، دی ګڼي چې له حماس سره د اسرایلو جګړه به د کال تر پایه دوام وکړي.
دا په داسې حال کې چې په دوامداره توګه د اوربند د راتلو غوښتنه کېږي.
د اسرایلو د ملي امنیت سلاکار ځاکي هنزبي د شورو یا چهارشنبې په ورځ د اسرایلو ملي راډیو ته وویل،
"مونږ ښايي اووه میاشتې نوره هم جګړه ولرو چې خپلې بریاوې سره راټولې او هغه څه ترلاسه کړو چې مونږ یې یادونه کوو او هغه د حماس د ځواک او پوځي وړتیاوو له منځه وړل دي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن له مالدوا څخه د لیدنې پر وخت وویل، چې اسرایل "څومره ژر چې امکان ولري" له جګړې وروسته پلان ته اړتیا لري او د داسې یو پلان نه شتون به ګډوډي رامنځ ته کړي.
بلېنکن خبریالانو ته وویل، "او زه فکر کوم چې دا مهمه ده چې د وروسته ورځې لپاره پلان وي، ځکه که د وروسته ورځې لپاره پلان نه وي نو بیا به وروسته ورځ نه وي."
هغه زیاته کړه، "که نه وي نو حماس به واکمن پاتې شي چې د منلو وړ نه دی. او یا که نه وي نو مونږ به ګډوډي، بې قانوني او تشه ولرو."
د اسرایلو پوځ د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، چې د دوی درې سرتېري د غزې په جنوبي ښار رفح کې وژل شوي او دا هغه ځای دی چې اوسېدونکو پکې د اسرایلو د تازه بریدونو خبر ورکړی او حماس ویلي، چې دوی په اسرایلي ځواکونو باندې راکټونه ویشتي.
دا وروستي بریدونه په داسې حال کې شوي چې د سره صلیب او سرې میاشتې ادارو ویلي، چې په غزه کې د اوربند اړتیا ده او فلسطینیانو ته د مرستو رسولو لپاره بشري ډلو ته د لارې ورکولو اړتیا.
دوی وايي، فلسطینیان له روانې اته میاشتنۍ جګړې وروسته سختو مرستو ته اړتیا لري.
د سره صلیب مشرې کېټي فوربېس رویټرز خبري ادارې ته ویلي،
"مونږ تیار یو چې توپیر راولو. مونږ ته باید لاره راکړل شي او د دې لپاره باید اوربند وشي."
فوربیس له اسوسیټېډ پریس سره په خبرو کې وویل، لنډ مهاله اړتیاوې دي چې باید ژر پوره شي، لکه د خوارځواکۍ او نظافت یا پاکۍ د نشتوالي مسلې.
د اسرایلو او حماس جګړه وروسته له هاغې پیل شوه چې حماس د اکټوبر په اوومه نېټه په اسرایلو باندې برید وکړ، د اسرایلي چارواکو په وینا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ یې له ځانه سره وتښتول.
اسرایلو د هغې په غبرګون کې په غزه کې د حماس پرضد عملیات پیل کړل چې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې پکې تر ۳۶۱۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.
Forum