واشنګټن – د مالدیف حکومت پرېکړه کړې چې په غزه کې د اسرایلو او حماس د جګړې پر سر په دغه اکثریتي مسلمان هېواد کې د عامو خلکو د غوصې راپارېدو له امله اسرایلیانو ته نور د ورتګ لپاره ویزې نه ورکوي.
د مالدیف د ولسمشر دفتر د اتوار یا یکشنبې په ورځ ویلي، کابینې پرېکړه کړې چې په قوانینو کې بدلون راولي او دغه هېواد ته له ورتګ څخه د اسرایلو د پاسپورټ درلودونکو مخه ونیسي او داسې یوه کمیټي جوړه کړي چې د دې څارنه وکړي.
دوی ویلي، ولسمشر محمد میزو به یو ځانګړی استازی وټاکي چې د فلسطینیانو د اړتیاو ارزونه وکړي او هغوی ته به د پيسو راټولولو کمپاین پیل کړي.
د اسرایلو د بهرنیو چارو وزارت ویاند اورېن مرمورسټاین دې ته په غبرګون کې ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت اسرایلیانو ته سپارښتنه کوي چې مالدیف ته له سفر څخه ډډه وکړي.
دوی ویلي دا سپارښتنه هغو اسرایلیانو ته هم کوي چې بهرني پاسپورټونه لري او هغه چې اوسمهال په مالدیف کې دي چې له دغه هېواده ووځي.
د اسرایلو وزارت زیاته کړې سپارښتنه د دوه پاسپورټونو لرونکو اسرایلیانو ته هم ده.
وزارت په یو بیان کې ویلي، "هغه اسرایلیان چې له مخکې څخه په مالدیف کې دي سپارښتنه کېږي چې په وتلو غور ورکړي، ځکه که هغوی د هر دلیل له امله خپل ځان له فشار سره مخ وبولی نو مونږ ته به سخته وي چې ورسره مرسته وکړو."
نېږدې ۱۱۰۰۰ اسرایلیانو تېر کال له مالدیف څخه لیدنه کړې وه چې دا مالدیف ته د ټولو سیلانیانو ۰.۶ فیصده جوړوي.
Forum